د غور ولایت د ولایتي شورا یوشمیر غړي د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو لهخوا په غیر قانوني توګه د کانونو رایستل د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې د یاد ولایت ټوله شتمني همدغه کسان لوټوي.
د یاد ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیرقادري په غیر قانوني ډول د کانونو پر استخراج اندیښنه څرګندوي او وایي، چې طالبانو د دې ولایت د ځینو کانونو د رایستلو لهپاره له یوشمیر شرکتونو او قاچاقبرانو سره تړون کړی دی.
قادري وایي، دغو شرکتونو د کانونو د رایستلو په بدل کې طالبانو او زورواکانو ته زیاتې پیسې ورکوي.
د غور ولایت د کانونو امر قیس رنجبر هم وایي، چې په اوس وخت کې د یوشمیر کانونو واک او اداره کول د طالبانو او سیمهییزو زورواکانو پهلاس کې دی.
رنجبر وایي، چې د غور ولایت د ډبرو د کان تړون یې یو کال وړاندې له یوه شرکت سره کړی وو، خو د امنیت له نهشتونه دغه شرکت د دغه کان کیندلو ته حاضر نه شو.
نوموړي زیاته کړه:" تیرکال تړون شوی و او ټاکل شوې وه، چې په دې سیمه کې عملاً کار پیل شي، خو له بده مرغه هغه مالومات مو چې له امنیتي ځواکونو ترلاسه کړ هغوی وویل، چې د دې کان د کیندلو لهپاره باید لږ ترلږه ۱۰۰ یا هم ۱۵۰امنیتي ځواکونه ووسي، ترڅو د دې سیمې امنیت ونیسي، چې اوس هم په دې سیمه کې هغه سرتیري نشته."
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم دا خبر مني او وایي، چې طالبان او سیمهییز زورواکي د دغه ولایت ډیر کانونه په خپله ولکه کې لري او په غیر قانوني کیندلو سره یې پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.
د خطیبي پر وینا، سیمهییز حکومت تراوسه د کانونو د غیر قانوني کیندلو په مخنیوي کې بېواکه دی.
هغه وویل: " ډیر کانونه دي، چې له ډلې یې کولی شو د تولک دولتیار او فیروزکوه ولسوالیو کانونه یاد کړو، چې له بده مرغه د ځینو مفت خورو او زورواکو لهخوا په غیر قانوي بڼه کیندل کیږي او تراوسه څوک په دې نه دي توانیدلي، چې مخه یې ونیسي. "
غور د هیواد له غرنیو یو ناامنه ولایت دی، چې د څیړونکو د تحقیقاتو پر بنسټ دغه ولایت د سرو زرو، نقرې، لاجوردو، د رخام تیګې او د ډبرو کانونه لري او تراوسه تر ډیره دغه کانونه نه دي کیندل شوي.