د غني او عبدالله ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه هڅې روانې دي

د اجرایوي ریاست فرهنګي سلاکار سید فاضل سانچارکي سلام وطندار ته وویل، تېره ورځ د ډاکترعبدالله عبدالله او د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر ترمنځ لېدنه شوې او په دې لېدنه کې یې د ستونزو د حل لارو په موخه خبرې شوې دي.

د ده پر وینا، چې تر اوسه له ولسمشر محمد اشرف غني سره د اجرایه ریيس لېدنه هم نه ده شوې.

دی زیاتوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ جوړولو له پاره استازي په خبرو بوخت دي او د ستونزو تر برملا کېدو وروسته به دواړه مشران سره وګوري.

سانچارکی ډاډ ورکوي، چې د دواړو مشرانو ترمنځ به جدي ستونزه رامنځ ته نه شي.

په همدې حال کې سانچارکی دا اندېښنه هم په ډاګه کوي، چې که د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ اړیکې ترینګلې شي، نو د هېواد په وضعیت به بده اغیزه وکړي.

تېره اونۍ اجرایوي ریيس ډاکترعبدالله عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال په ولسمشرمحمد اشرف غني سختې نېوکې وکړې او زیاته کړې یې وه، چې د ملي يوالي حکومت سیاسې هوکړه لیک نه عملې کوي، په ځینو ګومارنو کې ورسره مشوره او په میاشتو ځانګړي لیده کاته نه کوي.

ولسمشر غني هم ددې نیوکو په ځواب کې ویلي وو، هغه څوک چې پرې باور نه کوي دی هم پرې باور نه شي کولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام