د غزني له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د سرې میاشتې مرستې

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو ته یې د ۶۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو له‌پاره بشرپالې مرستې استولې دي.

د سرې میاشتې د ملاتړ برخې مرستیال نوروز‌علي علي‌زاده وايي، دوی تر بشپړې څېړنې وروسته بې‌ځایه شویو کورنیو ته یادې مرستې استولې او په نږدې راتلونکي کې به له ۴۰۰ نورو کورنیو سره هم مرستې وکړي.

د سرې میاشتې ټولنې مسوولان زیاتوي، یاده ټولنه به ډېر ژر په دایکندي کې له هغو ۵۰ کورنیو او په بامیان ولایت کې له ۲۱۹ کورنیو سره مرستې وکړي چې د غزني له جاغوري او مالستان ولسوالیو څخه ورکډه شوې دي.

په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام