که څه هم د غزني ښار له وسلهوالو طالبانو پاک شوی، خو د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې دا ښار یوځل بیا د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې په ډګر بدل نهشي.
دوی وايي، په تېره خونړۍ جګړې کې ورته درانه ځاني او مالي زیانونه اووښتي او هېڅوک یې د تکرار تاب نهلري.
په همدې حال کې د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري بیا له حکومته غواړي چې خلکو ته د ډاډ ورکولو او د طالبانو احتمالي بریدونو مخنیوي لهپاره د دې ښار هغه دفاعي پوستې چې د تېرې جګړې پرمهال سوځول شوي، بېرته ورغوي.
بلخوا د غزني امنیې قوماندانۍ او نورو امنیتي ادارو د خبرتیاوو په خپرولو سره د دې ولایت اوسېدونکیو ته ډاډ ورکړی چې طالبان د بیاځلي برید وړتیا نهلري او د غزنيښار په شاوخوا سیمو کې د کومانډو ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي.
د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري بیا په ښار کې د پولیسو نویو پوستو جوړولو، پوځ ته د ښار دفاعي برخو سپارلو او په ولسوالیو کې د عملیاتو پراخولو په اړه خبر ورکوي او وايي ویجاړې شوې پوستې به ډېر ژر بېرته ورغول شي.
هاغه مهال چې وسلهوالو طالبانو پر غزني ښار برید وکړ، ورسره د دې ولایت دهیک، اجرستان، خوږیاڼي او خواجهعمري ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې چې افغان ځواکونو تراوسه یوازې دهیک ولسوالي بېرته نیولې ده.