د عربستان پر سفارت د برید په تړاو تر ۱۰۰ زیات ایراني تورن نیول شوي

په ایران کې دهغه نیول شویو تورونو شمیر له ۱۰۰ څخه زیاتو ته رسيږي چې په دغه هېواد کې د سعودي عربستان پر سفارت په برید یا د برید په پلان کولو تورن پېژندل شوي دي.

د ایران د قضايي قوې رییس عباس جعرفري دولت ابادي په قول د تسنیم خبري اژانس خبر ورکوي، چې تازه یې ۳ نور داسې کسان نیولي چې د سعودي عربستان پر سفارت د برید په قضیه کې شک پرې کيږي.

د قضايه قوې مرستیال غلام حسین اژه یی په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د سعودي عربستان پر سفارت د برید په تړاو له سپیناوي وروسته ۱۰۰ تنه له بنده ازاد شوي او ددې برید یو پلانوونکی نیول شوی دی.

اژه یي ویلي، چې دغه شخص یو غیر رسمي«محصل» دی چې د ایران په شمال کې په پوهنتون کې له یوې مودې زدکړو وروسته شړل شوی دی؛ خو دغه چارواکي ددې شخص او نورو تورنو نومونه وانخیستل.

خو د راپورونو پر بسنټ نیول شوی محصل «حسن کرد میهن» نوميږي او په تهران کې د حزب الله له فعالو غړو څخه دی. هغه له سوریې څخه تهران ته د راتګ پر مهال د «امام خمیني» په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ هغه مهال اړیکې ترېنګلې او پرې شوې چې سعودي عربستان په دغه هېواد کې د شیعه مذهبه مشر باقر النمر اعدام کړ، چې په غبرګون کې یې په ایران کې د سعودي عربستان په سفارت برید وشو او په پایله کې نه یواځې سعودي عربستان بلکې نورو ډيرو هېوادونو له ایران سره خپلې سفارتي اړېکې پرې کړلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام