د ملي امنیت شورا دفتر نن یکشنبه د روانې حمل میاشتې په ۲۴مه ویلي چې د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ تېره ورځ د طالب بندیانو درېیمه ډله د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د هغوی د بند پاتې مودې ته په پام، د سولې د هڅو او د کرونا ويروس د خپريدو مخنيوي په موخه له بنده خوشې شوي دي.
د ملي امنیت شورا نه دي ویلي، چې دغه پړاو کې څومره طالب زندانیان خوشې شوي دي، خو افغان حکومت تر دې وړاندې د طالبانو ۲ سوه بندیان دوو پړاوونو کې له بندخونو خوشې کړي دي.
افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د حمل میاشتې په شلمه پیل کړ او تراوسه درې ډلې زندانیان خوشې شوي دي.
تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویلي وو، دا زندانیان د ملي امنیت ریاست او لویې څارنوالۍ له لوري بایومتریک شوي او هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.
حکومت ژمنه کړې چې تر یوې میاشتې کمه موده کې به، د سولې پروسې کې د پرمختګ لپاره ۱۵۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي.
د قطر دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت باید ۵ زره طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي او طالبان به هم د امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.
ټاکل شوې د دواړو خواوو د زندانیانو خوشې کولو بهیر له بشپړېدو وروسته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.
خو د طالبانو له ویاندویانو ذبیحالله مجاهد دوه ورځې وړاندې ویلي، د افغان حکومت له خوا خوشې شوي زندانیان نامعلومه بندیان دي او هغوی پورې تړاو نه لري.
هغه ویلي وو چې حکومت د طالب زندانیانو خوشې کولو بهیر کې پلمي لټوي او په همدې دلیل د هغوی پلاوی چې د زندانیانو خوشې کولو لپاره کابل ته راغلی وو، بیرته ستون شوی دی.