د طالبانو پسرلني بریدونه پیل شول

وسله والو طالبانو په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د "عمري عملیاتو" په نوم د پسرلنیو بریدونو خبر ورکړ.

د دې خبرپاڼې له مخې ۱۳۹۵ لمریز کال د وري میاشتې ۲۴مه نېټه د دوی د پسرلني عملیاتو د پیل ورځ ده.

د طالبانو مشرتابه په دې خبرپاڼه کې خپلو پلویانو ته ویلي، چې  خپل عملیات به داسې تنظیم کړي، چې د نښتې په وخت کې ولسي خلکو او ټولګټو ودانیو ته زیان نه رسوي.

د طالبانو مشرتابه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر راپور خپور کړی و، چې له مخې یې په افغانستان کې د ولسي خلکو ۶۲ سلنه تلفات د طالبانو له خوا شوي وو.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې د دې خبرپاڼې خپرول "تکراري" کار دی او وايي، چې د نښتې په ډګر کې د ابتکار عمل د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړ، که دوی د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي؛ سخت به وځپل شي.

د وسله والو طالبانو دغه پسرلني عملیات په داسې حال کې پيلېږي، چې دوی په وروستیو دوو میاشتو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو په تازه برید کې نن له غرمې مخکې لغمان کې پر يو ښوونځي توغنديز برید کړی، چې له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو همدارنګه تېره شپه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر یو کاسټر ډوله موټر چاودنه وکړه، چې په پایله کې یې د ملي اردو ۱۳ سرتېري ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام