د پکتيکا امنیتي چارواکي وايي، یو محلي پولیس چې د طالبانو لهخوا نیول شوی و او د دغې ډلې په بند کې و؛ بریالی شوی ځان ازاد کړي او ګن طالبان ووژني.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالروف مسعود وايي، دغه محلي پولیس اولخان نومیږي او په ګومل ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندي و.
د سمونوال عبدالروف په وینا، کله چې اولخان بریالی کېږي د طالبانو له بنده ځان راخوشې کړي؛ په دې وخت کې یو میل پیکا په لاس ورځي او یوې خونه کې لمانځته راټول شوي طالبانو په ګولیو ولي.
مسعود وايي، پېښه تېره مازدیګر په ګومل ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په دې برید کې ۷ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د پکتیکا ولایتي چارواکیو په خبره، اولخان له وسلهوالو طالبانو یو موټر، یو قبضه راکټ او یو میل پيکا هم له ځانه سره راوړي دي.
اولخان د دري خان په نوم د محلي پولیسو د قوماندان ورور دی چې څه موده مخکې له سروبي ولسوالۍ ځنې طالبانو له ځانه سره وړی و.
ورته وخت کې ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند بولي، یوازې د ۳ طالبانو وژل تاییدوي او د زیات شمېر طالبانو د وژل کېدو خبره ردوي.