د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې د دوی بېلابېلو عملیاتو په نتیجه کې د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو مهمو اشخاصو په ګډون ۲۵ د دولت وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د ۵۰۵ بُست زون امنیه قوماندان جنرال عبدالرحیم چخانسوري سلام وطندار ته وويل، چې موسی کلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید په نتیجه کې د طالبانو مهمو قومندانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۴ تنه پاکستاني وګړي هم پهکې شامل دي.
چخانسوري وايي، هوايي برید پرون تر غرمۍ وروسته د موسی کلا ولسوالۍ په "بازار" کې د طالبانو پر یوې مهمې او لويې غونډې شوی دی.
په دې برید کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوه تنو په ګډون ۱۵ وسلهوال مخالفین وژل شوي، چې د طالبانو د والي مالي مسول ملا طاهر، د طالبانو د جلب او جذب مسول حاجي ناصر، د نظامي قطعې مسول حاجي خادم، نهرسراج ولسوالۍ لهپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال حاجي روحاني، د کندهار ولایت لهپاره د طالبانو نظامي مسول ملا صادق اغا، اروزګان لهپاره د طالبانو د والي مرستیال حاجي خالد او یوشمیر نور طالب وسلهوال پهکې شامل دي.
له بل لوري د یاد هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلهوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ۲ تنه هم شامل دي.
د بهرنیو ځواکونو په یاد هوايي برید کې دغه راز د طالبانو ۸ بېلا بېل ډوله موټرې، ۳ هاموي ټانکونه، یو رینجر موټر، ۱۸ میله پیکا، څلور راکټ انداز، ۳ هاوان ، څلورSPG9، او ۲۵ میله کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي دي.
یاده دې وي، چې وسلهوالو طالبانو پهدې اړه په خپلو رسمي پاڼو، خبریالانو ته په ټېلفوني اړيکو، پېغام او نه هم رسنیو ته په لېږل شویو خبرپاڼو کې تر اوسه څه نهدي ویلي.