ټاکل شوې ده، سلام وطندار راډیو د عربي اماراتو په کوربتوب د ۲۰۱۷ کال لومړي پړاو (صحرا) شل اوریز کرکټ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
د عربي اماراتو په کوربتوب په دې سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ د دویمې درجې هېوادونو ۸ مخکښې کرکټ لوبډلې برخه لري.
دغه سیالۍ نن شنبې د (جنورۍ پر ۱۴مه) په ۲ لوبو سره پیلېږي، چې لومړۍ هغه اوسمهال د سکاټلینډ او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ روانه ده.
د ورکړل شوي مهالویش دویمه لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډله نن د شپې ۷ نیمې بجې لومړۍ سیالۍ د سرسختې سیالې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره کوي، چې د سلام وطندار او یو شمېر همکارو رسنیو له لارې په کابل او ولایتونو کې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
دغه راز ښایي سیالۍ به په افغانستان کی دننه او د بهرمېشتو افغان کرکټ مینه والو له پاره د سلام وطندار په فېسبوک پاڼو هم په (ویډیو) او ژوندۍ توګه خپرې شي.
سلام وطندار به له ۳ لیګ سیالیو وروسته د افغانستان د مخکی تګ په صورت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نورې سیالۍ هم په ژوندۍ بڼه مینه والو ته خپرې کړي.
د صحرا لومړی پړاو شل اوریز کرکټ سیالۍ نن پیل او د ۷ ورځو له لوبو وروسته به د اتلې لوبډلې په اعلان سره د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه پای ته ورسېږي.