د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د لومړي ځل لهپاره د کورنیو سترو سوداګریزو "شپږیزې" ټورنامنټ ګډون کوونکې ۶ لوبډلې بولۍ ته وړاندې شوې.
د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، پاراګون شرکت د مرکز بند امیر زون لوبډلې امتیاز د یولک او ۵۰ زره امریکایي ډالرو په بدل کې واخیستلو.
د لوبډلو په بولۍ کې ۲۵ کورنیو او بهرنیو شرکتونو برخه اخیستې وه، یوازې ۶ شرکتونو د راتلونکو ۳ کلونو لهپاره د "شپږیزې" لهپاره د لوبډلو امتیاز ترلاسه کړ او د کرکټ بورډ مشرعاطف مشعل له خوا تړون ورسره لاسلیک شو.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار زوی عبدالهادي مسلمیار ترټولو په کمو د ۶۹ زره امریکايي ډالرو په بیه د سین غر زمریان لوبډلې امتیاز وګټلو.
ورپسې پاراګون سوداګریز شرکت د بند امیر لوبډلې امتیاز په یولک او ۵۰ زره ډالرو ترلاسه کړ.
د بولۍ پرمهال د بوست ساتونکو لوبډلې امتیاز بیا د عارف عظیم ګروپ له خوا د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په بدل واخیستل شو.
دغه راز د امو نهنګان لوبډلې امتیاز بیا په امریکا کې میشت المصافي شرکت د یولکو او ۱۰ زره امریکایي ډالرو په بدل کې وګټلو.
د مس عینک اتلانو لوبډله د وزیرزي ګروپ له خوا واخیستل شوه، چې په داوطلبۍ کې یې له نورو سیالانو زیات ۹۰ زره امریکایي ډالر وړاندې کړل.
دغه راز د کابل بازان لوبډله بیا د قیمت له اړخه څلورمه قیمتي لوبډله وه، چې د ۸۹ زره امریکایي ډالرو په بدل کې د جنرال پیټرولیم شرکت له خوا وپېرل شوه.
همدارنګه د لوبډلو له پلورلو وروسته کرکټ بورډ ۶ کپتانان هم بولۍ ته وړاندې کړل، چې نبي عیسی خېل د مس عینک له خوا، شاپورځدران د بوست ساتوونکو له خوا، میرویس اشرف د امو نهنګان له خوا، شفیق الله شفق د سپین غر زمریان له خوا، اصغرستانکزی د کابل بازان له خوا او په شپږیزه کې د لومړي ځل لهپاره د کپتانۍ تجربه کوونکی راشد خان بیا د بند امیر بازان لوبډلې له خوا کپتانۍ لهپاره واخیستل شول.
افغان کرکټ بورډ پلان لري، چې د سږ کال په پنځم پړاو شپږیزه کې به د کورنیو لوبغاړو ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو لوبغاړي، روزونکي او لوبڅاران هم ګډون ولري.
کرکټ بورډ پلان لري د سږ کال شپږیزې لهپاره غوره شوي لوبغاړي هم د بولۍ له لارې په بېلابېلو لوبډلو وپلوري.