د افغانستان د شمالي او مرکزي ولایتونو د ځمکو خړوبولو په برخه کې د ۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نن چهارشنبه (نوامبر۲مه) د مالیې، زراعت، د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې پروژې په تطبیق سره به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او بامیان ولایتونو کې ۸۸ زره هکټاره ځمکه خړوب شي.
ددې پروژې ۵۰ میليونه ډالر اروپايي ټولنه د ۲۶ میليونه ډالر د اسیاپراختیايي بانک پر غاړه او ۷۵۰ زره امریکايي ډالر یې د افغانستان د پراختیایي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر اسد الله ضمیر په همدې اړه جوړوشویو مراسمو کې وویل، چې ددې پروژې په تطبیق سره به ۸۸ زره هکټاره ځمکه په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او بامیان ولایت کې خړوب شي
هغه وايي، چې دا پروژه ۳ مرحلې لري چې د لومړۍ مرحلې مسولیت یې د کرنې وزارت په غاړه دی.
دا پروژه سږکال پېل او تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې به ګتې اخیستلو ته چمتو شي.
د اسیایي پراختیا بانک د دفتر مسول "تام پینالا" وویل، چې دوی له ۲۰۰۲ م کال څخه تر اوسه ۴.۲ میلیارده امریکايي ډالره مرسته په بېلابیلو برخو کې افغان حکومت سره کړې ده او ژمن دي چې له ۲۰۱۷ زیږديز کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۸۷۰ میليونه ډالره نورې مرستې هم افغان دولت سره وکړي.
پینالا وویل، چې د دې پروژې په تطبیق سره به په هغه سیمو کې ۵۵ زراعت پیشه کورنيو په درامد کې زیاتوالی راشي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۵ زراعت پیشه کورنیو درامد لوړ شي او همدا ډول د سیمې ۹ زره کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر مسوول هم په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی تر اوسه د اوبو لګولو په برخه کې افغان دولتس سره ۱۰۰ میليونه یورو مرسته کړې او په دې برخه کې نورو مرستو ته هم چمتو دي.