د شري ناروغۍ نږدې ۱۴میلیونه ماشومان واکسینېږي

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې د شري ناروغۍ واکسین سراسري کمپاین پیلولو په مراسمو کې وویل، ټاکل شوې دغه کمپاین کې له ۹ میاشتني تر ۱۰ کلنۍ پورې ۱۳.۸ میلیون ماشومان واکسین شي.

د ښاغلي فیروز په وینا، په‌دې کمپاین ۸.۷ میلیون امریکايي ډالره لګښت راځي چې د واکسین نړۍوال اېتلاف له بودیجې څخه ورکول کېږي.

ښاغلی فیروز وايي، د دغه کمپاین پلي کولو له‌پاره ۴۱زره او ۳۵۰ کسانو ته مسلکي زده‌‌کړه ورکړل شوې او د شري ناروغۍ مخنیوي واکسین کمپاین به د ټول هېواد په کچه دوو پړاوونو کې پلی شي.

د عامې روغتیا وزیر په وینا، د شري ناروغۍ واکسین لومړی پړاو د سنبلې له لسمې نېټې تر ۱۹ پورې د لسو ورځو له‌پاره او دویم پړاو یې هم د سږ کال عقرب میاشت کې په لاره اچول کېږي.

د وړاندې شویو شمېرو له‌مخې، د ۱۳۹۶ کال کې د هېواد روغتیايي مرکزونو کې د شري ناروغۍ ۱۵۳۳۵ پېښې ثبتې شوې‌دي چې له‌دې ډلې ۴۴۳۸ یې بستر شوي او ۶۸ پېښې یې د مړینې دي.

د شري ناروغنۍ د مخنیوي واکسین نه مخکې، د ټولې نړۍ په کچه په کال کې شاوخوا ۲۰ میلیونو ماشومانو په‌دې ناروغۍ اخته کېدل او یوازې ۱۹۸۰ میلادي کال کې ۲.۶ میلیونو ماشومانو د شري واکسین نه‌شتوالي له امله ژوند له لاسه ورکړی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام