په کندهار کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان پولهساتو ځواکونو ترمنځ په وسلهواله جګړه کې ۱۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي او له ۱۰۰ زیات کورونه نړېدلي او سوځېدلي دي.
د دې ریاست ريیس مسعود احمد پښتون نن شنبې د (می پر ۱۳مه) سلام وطندار ته وویل، چې د وړمې جمعې په ورځ د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر «لقمان او نظر» کلیو کې د دواړو هېوادونو د پولهساتو ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي، چې اکثره يې د سپین بولدک ولسوالۍ بازار، تختهپل ولسوالۍ، ډنډ، دامان او کندهار ښار ته کډوالې شوېدي.
د نوموړي پر وینا، زیاتې کورنۍ د پاکستان چمن ښارګوټي ته هم بېځایه شوېدي؛ خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نهشته.
پښتون وايي، د جګړې په سیمه کې نه یوازي کورنۍ بېځایه شوېدي، بلکې د جګړې سیمې ته په نږدې کلیو کې۸۰ کورونه ویجاړ شوي او ښايي د جګړې په سیمه کې دغه شمېره څو چنده لوړه وي.
د نوموړي په خبره، په اکثرو کورنو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د توپونو درنې ګولۍ لګېدلي، چې له نړېدو ترڅنګ سوځېدلي هم دي.