د طالب ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې خپلو جنګیالیو ته د یوه سوچه اسلامي نظام د جوړېدو زېری ورکړی او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام د جوړېدو په درشل کې دي.
د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخندزاده په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
نوموړي د اختر په ورځو کې د تاوتریخوالي کموالي یا اوربند په اړه څه نه دي ویلي.
هبتالله اخندزاده په دغه پیغام کې د بینالافغاني خبرواترو، نړیوالو ځواکونو، له نړیوالو سره د اړیکو، بیارغونې، ښوونې او روزنې او نورو موضوعاتو په اړه څرګندونې کړې دي.
د یاد پیغام په یوه برخه کې ټینګار شوی چې د دې ډلې د بندیانو خوشې کول د باور رامنځته کېدو او د سولې پروسې د لنډېدو لامل کېږي.
د طالب ډلې مشر له دولت نه غوښتي چې د بینالافغاني خبرواترو د پیل پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.
ملا هبتالله خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي چې «زموږ جهاد د اشغال د پای ته رسېدو او د یوه سوچه اسلامي نظام جوړول و او زموږ روښانه پیغام دا دی چې انحصار نه غواړو او افغانستان د ټولو افغانانو کور دی.»
هغه له کورنیو اړخونو غوښتي چې د واک د وېش پر ځای، د سولې پروسې پر وړاندې شته خنډونه لري کړي، څو د کورنۍ جګړې لامل له مخې لرې شي.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د سولې راتلل د نړۍ، په تېره د سیمې هېوادونو په ګټه دي.
د طالب ډلې مشر له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي چې په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.