د سولې ولسي حرکت د اړیکو مسوول باچا خان مولاداد رسنیو ته ویلي چې طالبانو د دغه حرکت ۲۵ غړي د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال بېرته خوشې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د دغه ولسي حرکت غړي څلور ورځې وړاندې طالبانو د خبرو لپاره بیولي وو.
د هغه په وینا، د دوی حرکت مشرتابه پلاوی او ملګري یې موسیکلا ولسوالي ته ځکه تللي وو چې طالبان سولې ته وهڅوي.
دا لا نهده څرګنده چې دغه کسان څنګه خوشې شوي دي.
ویل شوي طالبانو تر دې وړاندې د سولې ولسي حرکت غړیو ته خبرداری ورکړی و چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته دې نه ورځي.
د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو سیمو ته تللي او د سولې او اوربند غږونه یې پورته کړي دي.