په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د سپټمبر یوویشتمې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه ټویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې د سولې نړیواله ورځ نمانځي، په افغانستان کې روانه جګړه له ملکي وګړو نه قرباني اخلي.
یوناما د جګړې له دواړو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ بللي دي.
هغه ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډېر شوی چې د ملکيانو په ګډون پهکې دواړو لوریو ته هم مرګژوبله اوړي.
زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي، دا چې په دې وروستیو کې د افغان سولې مذاکرات پیل شوي، اړینه ده چې ټولې خواوې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.
په همدې حال کې په قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر ټویټرپاڼې لیکلي، د دواړو لوریو د تماس ډلو تېر ماښام په خپلو کې غونډه جوړه کړې او د کاري کړنلارې پر اختلافي مواردو یې بحث کړی چې په وینا یې، د حل په برخه کې یې هم پرمختګ شوی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم ویلي چې د تماس ډلو تېر ماښام د غونډو پر کاري طرزالعمل بحث کړی او هیله یې ښودلې چې پر پاتې مواردو هم هوکړه وشي.
په دې سره د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې طالبان دې د سولهییزې راتلونکې لپاره د ملګرتیا لاس راکړي.
عبدالله عبدالله ویلي، اړتیا ده چې طالبان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او اوربند لپاره د ولس غوښتنه ومني.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرواترو سره هممهاله د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.