د سولې عالي شورا د سولې ټینګښت لپاره خپله ستراتېژي پیاوړې کوي

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د سولې ټینګښت لپاره د سولې عالي شورا د ستراتېژۍ پر غني کېدو کار روان دی او ډېر ژر به بشپړه شي.

د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع برخه کې د ولسمشر سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالنشا رییس محمدعمر داودزی وايي، د سولې مشورتي بورډ واکونه به مشورتي نه، بلکې تصمیم نیوونکي وي او د حکومت د سولې مرکچي پلاوی به ورته مسوول وي.

عمر داودزي د افغان سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت به هم ډېر ژر په مستقیمه توګه په یادې پروسې کې شامل او له طالبانو سره د سولې خبرو اترو مسایل به پر مخ بوځي.

نوموړي زیاته کړه، په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ پاکستان او وروسته بیا د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

په همدې حال کې ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د افغان سولې په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغان سولې پروسې مالکیت د افغان حکومت دی او پر طالبانو یې غږ کړی چې تر کوم قید او شرط پرته له حکومت سره د سولې مېز ته کېني.

په خبرپاڼه کې امریکا ته په خطاب لیکل شوي چې د افغان سولې په اړه ټولې خبرې اترې باید د افغان حکومت د استازیو په ګډون ترسره شي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار چې د غونډې مشري یې هم کوله پر افغانانو او نړېوالو غږ وکړ چې د ولسي جرګې د خبرپاڼې ملاتړ وکړي.

بله‌خوا د مدني ټولنو استازي وايي، د افغان سولې پروسه باید یوازې د افغان حکومت له لوري پر مخ لاړه شي او دغه راز باید د تېرو کلونو لاسته‌راوړنې هم په‌کې قرباني نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ پرمختګ شوی او ټاکل شوې په روانه میلادي میاشتې کې د افغان سولې په اړه د امریکا، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د طالبانو د استازیو تر منځ د سعودي په جدې ښار کې غونډه جوړه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام