د افغانسولې په اړه مسکو کې د جوړېدونکې غونډې څرنګوالي د کابل او مسکو ترمنځ لانجمن بحثونه راپورته کړي؛ ټاکل شوې وه د افغانسولې په اړه د افغان حکومت، طالبانو او د افغانستان په قضیه کې ښکېلو هېوادونو استازو ترمنځ د روان کال په سېپټمبر میاشت کې د مسکو غونډه جوړه شي، خو د افغان حکومت په غوښتنه ځنډول شوې وه.
افغانستان غوښتل د دې غونډې مشري وکړي، خو روسیې یې ځکه مخالفت وکړ چې طالبان به پهکې ګدون ونهکړي. افغانستان د همدې موخې لهپاره د بهرنیوچارو وزارت اداري مرستیال نصیراحمد اندېشه په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته لېږلی و، خو د د وزارت یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې دا هڅې بېپایلې وې.
د وتلو لوېدیزو رسنیو له ډلې نیویارک ټایمز، اسوشېټېد پرېس او رویټرز داسې رپوټونه خپاره کړل چې یاده غونډه د نومبر په ۹مه د جمعې ورځ جوړېږي.
د سولې عالي شورا یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي سلاموطندار ته وویل، د مسکو په غونډه کې به د دې شورا یو پلاوی ګډون وکړي. سرچینې د غونډې نېټې او د پلاوي ترکیب په اړه څه ونه ویل.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت الله احمدي که څه هم د افغانسولې په اړه مسکو کې د جوړېدونکې غونډې نېټه او څرنګوالی د افغانستان لهپاره د بحث وړ بولي، خو وايي چې کېدای شي د سولې عالي شورا یو پلاوی پهکې ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، افغان حکومت تراوسه له مسکو سره پهدې اړه کومې هوکړې ته رسېدلي نه یو.
داسې ښکاري چې بهرنیوچارو وزارت به د مسکو په غونډه کې له ګډون نه ډډه وکړي، خو رویټرز تر دې وړاندې داسې رپوټ خپور کړی و چې روسیه غواړي د مسکو غونډه د افغان حکومت تر اجازې پرته جوړه کړي.
رویټرز وايي، روسیې دوه میاشتې وړاندې له حکومت نه پټ ۸ افغان سیاسیونو ته د یادې غونډې بلنلیکونه لېږلي وو چې ۶ هغو یې دا موضوع منلې هم ده. حامد کرزی او عطامحمد نور هم په یادو کسانو کې شامل دي.
د رپوټ له مخې، افغان چارواکي د مسکو دغه کار په غوسه کړي دي.
موږ وغوښتل چې د ارګ نظر هم واخلو، خو هغوی پهدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د روسیې بهرنیوچارو وزارت ویلي چې یادې غونډې ته یې امریکا، هند، قزاقستان، اېران، پاکستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان وربللي دي.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی طالب چارواکی وحید مژده وايي، افغان حکومت د امریکا په تونګ یادې غونډې ته لېواله نهدی او مسکو یې پرځای یوشمېر افغان سیاسیون وربللي دي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو تراوسه په رسمي ډول په یادې غونډې کې د ګډون او نه ګډون په اړه څه ویلي نهدي، خو مژده باوري دې چې هغوی به پهکې ګډون وکړي. مژده زیاتوي، امریکا نه غواړي چې د افغانستان قضیه د دوی تر ولکې ووځي، د سیمې او د افغانستان ګاونډي هېوادونه پهکې ښکېل شي، خو د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه په رسمي ډول پهدې اړه څه ویلي نهدي.
مسکو کې د افغانسولې په اړه داسې مهال غونډه جوړېږي چې امریکا غواړي له وسلهوالو طالبانو سره خپله مخامخ خبرې وکړي.