د افغانستان سولې عالي شورا وايي، چې د سولې خبرې اترې به هغه مهال پایلې ته ورسيږي، چې د طالبانو دواړه ډلې خبرو اترو میز ته حاضر شي.
تېره ورځ په اسلام اباد کې د سولې د خبرو اترو څلور اړخیزه همغږۍ ډلې هوکړه وکړه، چې د افغان دولت او طالبانو د باصلاحیته استازو ترمنځ باید ژر تر ژره د سولې خبرې اترې وشي.
په یاده غونډه کې ټينګار وشو، چې د روانې فبرورۍ تر پایه به د دغو نيغ په نيغه خبرو نيټه و ټاکل شي.
د سولې عالي شورا هم د دې خبرو او هڅو هرکلی کوي او هیله منده ده، چې دا خبرې به ښې پایلې ولري.
د سولې د عالي شورا غړی امین مظفري سلام وطندار ته وویل، که د طالبانو دواړه ډلې د سولې خبرو ته حاضرې شي، نو ښې پا یلې به ولري.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د اسلام اباد په څلوراړخیزه ناسته کې هوکړه شوې، چې راتلونکي څلور اړخیزه ناسته به د کب په څلورمه نيټه کابل کې جوړه شي.
خو د طالباني چارو کارپوه وحید مژده وايي، دی ډېر هیله مند نه دی، چې د اسلام اباد ناسته به د مثبتې پایلې لرونکی وي.
یاده دې وي، چې وحید مژده د قطر په وروستۍ ناسته کې هم ګډون کړی و.
د ده پر وینا، د قطر په غونډه کې په دغه هیواد کې د طالبانو د دفتر مشر ورته ویلي، چې له دوی سره د څلوراړخیزې ناستې په اړه مشوره نه ده شوې او په دې اړه کوم خاص معالومات هم نه لري.
د مژده پر خبره پاکستان ویلي، چې د سولې خبرې به د طالبانو له ډلوسره کیږي، خو په جګړه کې یواځې د اختر محمد منصور ډله ډیر رول لري.
مژده زیاته کړه، بله اندیښنه دا ده، چې د سولې د خبرو له پاره نقشه یواځې د یو لوري په مشوره جوړیږی، بل لوری، چې طالبان دي هغوی پرې خبرهم نه دي.
هغه زیاتوي، داشونې نه ده چې پر طالبانو په زور د سولې د خبرو نقشه ومنل شي.
مژده وايي، کیدای شي دا هم د پاکستان یوه لوبه وي.
د طالباني چارو کارپوه زیاتوي، چې هغه طالبان به په دې مذاکراتو کې ګډون وکړي، چې په طالبانو کې ملاتړي نه لري.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا اندیښنې او څرګندونې بې ځایه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن یوې خبري غونډې ته وویل، کله چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي بیا کیدای شي دواړه لورې خپل شرطونه وړاندې کړي، او بحث پرې وشي.
د هغه پر خبره، هغه ډلې، چې سولې ته نه حاضریږي او یا هم سولې ته خنډ پیدا کوي؛ افغانستان او پاکستان ژمنه او پریکړه کړې، چې د داسې ډلو پروړاندي جدي مبارزه کوي او د څلوراړخیزې ډلې غړیو هیوادونو یې هم ملاتړ کړی.
د افغانستان، پاکستان، متحده ایالتونو او چین د څلور اړخیزې همغږۍ ډلې درېیمه ناسته، پرون د شنبې په ورځ (فبروري۶مه) اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال اعزاز احمد چهودري، په کوربه توب جوړه شوې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی، افغانستان اوپاکستان له پاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن، او افغانستان له پاره د چین ځانګړی استازی دینګ شي جون د نورو پلاو مشری کوله.