د سولې د عالي شورا او حزب اسلامي په کابل کې لومړۍ غونډه وکړه

د سولې عالي شوار مشرتابه او غړیو د حزب اسلامي له استازو سره د لومړي ځل له پاره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړې.

دغه غونډه په کابل کې نن (پنچ شنبه) جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس پیر سید احمد ګیلاني، محمد کریم خلیلي، د سولې دعالي شورا دارالانشا رییس ایوب رفیقي او د دې شورا نورو غړیو برخه لرله.

د حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حکومت مخالفې وسله والې حزب اسلامي ډلې له خپل اړخه همایون جریر، عبدالقدوس ساپی او محمد کریم امين د سولې دخبرو اترو د پیل هم غږي کولو له پاره کابل ته رالیږلي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس ایوب رفیقي د دغو خبرو په اړه رسنیو ته وویل، چې حزب اسلامي د سولې عالي شورا بلنه منلې ده او سولې خبروته چمتو دي.

ده خبریالانو ته د راغلي پلاوي د غوښتنو په اړه وویل، چې حزب اسلامي له افغان حکومته د ملي حاکمیت د ټینګښت، د اسلامي قانوني نظام د ټینګښت، په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو اړخونو د ټینګښت او بین الافغاني خبرو اترو غوښتنه کړې.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وايي، د سولې شورا له درې کالني سکوت وروسته دا لومړی ځل دی، چې له وسله والو مخالفینو سره مخامخ غونډ جوړه وي.

نوموړي هیله مندي وښودله او زیاته یې کړه، چې دغه کار به د سولې خبرو ته لاره پرانیزي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام