د سولې خبرواترو د څرنګوالي په اړه اندېښنې

ټاکل شوې چې سبا په رسمي ډول د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرواترو لړۍ پیل شي، خو د تړلو دروازو شا او د رسنیو له حضور پرته د دغو مذاکراتو احتمالي کېدو ځینې اندېښنې را پورته کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي صدیق‌الله توحیدي سلام‌وطندار ته ویلي، که د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پټې کېږي، ښايي سیاسي معاملې په‌کې وشي.

د توحیدي په خبره، اړتیا ده چې د افغانستان خلک د سولې مذاکراتو له اجندا او د دواړو پلاوو له خبرو خبر شي.

د رسنیو د حقونو برخې کارپوه قاسم رحماني هم د یادو خبرواترو د کېدو څرنګوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د بهرنیو هېوادونو په لاسوهنې او د پټې اجندا لرل، د وروستیو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی ادارې اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د رسنیو له حضور پرته د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د اساسي قانون خلاف دي.

د نوموړي په وینا، خلک د قانون له مخې حق لري چې د یادو خبرواترو پر جزیاتو خبر شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین‌الدین بهادري هم غواړي چې د سولې خبرواترو ټول موضوعات او د هغو جزیات له خلکو سره شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال هم د تېرو نږدې دوو لسیزو د لاسته‌راوړنو او د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې، د بیان ازادي او د ښځو حقونو پر سر د معاملې په اړه اندېښنه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام