د سمنګانو د ټولګټو ریاست یو شمېر کارکوونکيو د دغې ادارې د سرپرست د بېکفایتۍ او غیرحاضرۍ له کبله د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د مراجعانو پرمخ د دې ریاست دروازه وتړله.
دغه کارکوونکي وايي، د ټولګټو ریاست سرپرست سید مرید سادات نه یوازې دا چې خپلې دندې ته نه حاضرېږي، له کارکوونکيو او مراجعانو سره هم ناوړه چلند کوي.
دغه راز د ټولګټو ریاست اداري مدیر اکبر نیازی وايي چې د سرپرست مدیر د نه موجوديت له کبله ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.
د دغه ریاست د ساختمانونو مدیر احمد ذکي وايي، د دغې ادارې سرپرست بلخ ولایت کې زدهکړیال دی او په خپلو زدهکړو بوخت دی چې له همدې کبله دغه ولایت کې د ساختماني کارونو بهیر هم ورو پر مخ ځي.
کوم سندونه چې سلاموطندار ته رسېدلي ښيي چې د دغې ادارې کارکوونکيو څه موده وړاندې د سمنګان ولایتي شورا ته د مکتوب په استولو سره هغوی نه غوښتي وو چې ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
د دغو سندونو یوه برخه کې لیکل شوي«ښاغلي سادات د دغه ریاست سرپرست په توګه له معرفي کېدو وروسته، به دغه رياست کې په ناقانونه توګه خپل څو کسان ګمارلي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري هم وايي، که مرکزي مسوولان دغه رییس بېرته لرې نه کړي، دوی به د دغه ریاست دروازې پرانیستو ته اجازه ور نه کړي.
د سمنګان ولايت مقام، د عامې روغتیا ریاست او له ټرانسپورټ وزارت سره له پرلهپسې اړیکو سربېره ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.