د زابل والي رحمتالله یارمل نن سلام وطندار ته وویل چې خاکافغان ولسوالۍ له تېرې یونیمې لسیزې راهیسې د دولت له ولکې وتلې او دایچوپان کې لا ځېنې برخې د دولت تر واک لاندې دي.
ښاغلی یارمل د ټاکنو په ورځ له خلکو او قومي مشرانو غواړي چې د ټاکنو بهیر په بریالیتوب کې مرسته وکړي.
د ده په خبره، د زابل له لسو ولسوالیو نه په دوو هغو کې هیڅ ټاکنې نهشي کېدلی ځکه چې دې ولسوالیو کې د ناامنیو له امله پر تذکرو سټېکرې نهدي لګېدلې. د زابل والي دا هم وویل چې د میزانه، اټغر او د شاهجوۍ ولسوالیو ځېنې برخې هم امنیتي ستونزي لري.
د زابل مرکز کلات اوسېدونکي وايي چې په ټاکنو کي برخه اخلي؛ خو دولت باید امنیت ونیسي چې خلک په ډاډه زړه د رایو صندقونو ته ولاړ شي.
د کلات اوسېدونکي وايي چې طالبانو ګواښلي دي؛ خو بیا هم د ملي مسوولیت په توګه په ټاکنو کې ګډون ته تیار دي.
د زابل والي په ټینګار سره وویل چې له یادو دوو ولسوالیو پرته نورو ټولو ولسوالیو او مرکز کلات ته د رایو ورکولو مواد رسېدلي دي.
ښاغلي یارمل زیاته کړه چې پهدې لارې کې هېڅ ستونزه نهلري او که په ځېنو ځایونو کې د موټرو ستونزه وه؛ هلته يې د هوا له لارې ټول اړین توکي لېږدولي دي.
زابل په ولسي جرګې کې ۳ څوکۍ لري چې یوه د مېرمنو او ۲ د نارینهوو لهپاره دي.
د دې څوکیو لهپاره ۲۴ کسانو ځانونه نومولي چې ۶ يې مېرمنې دي.