د روڼتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان د نړۍ دویم فاسد هېواد وباله

د روڼتیا نړیوال سازمان له شمالي کوریا او سومالیا را وروسته افغانستان د نړۍ  دویم فاسد هېواد معرفي کړی دی.

د دې سازمان په تازه خپاره شوي راپور کې، چې نن (چهارشنبې) خپور شو؛ افغانستان په تېر ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په نړۍ کې د ۱۶۶ فاسدو هېوادونو په لیست کې په دویم مقام کې را غلی دی.

دغه سازمان هېوادونو ته د شفاقفیت له اړخه له صفر څخه تر سلو پورې امتیاز ورکوي.

د دې راپور له مخې شمالي کوریا او سومالیا د ۸ امتیازونو په اخیستلو سره په ۱۶۷ او افغانستان د ۱۱ امتیازونو په خپلولو سره په دویم مقام کې ځای لري.

د روڼتیا نړیوال سازمان په راپور کې دنمار د ۹۱ امتیازونو په اخیستلو سره د نړۍ لومړی شفاف هېواد او سوډان د ۱۲ امتیازونو په اخیستلو سره د نړۍ څلورم فساد هېواد بلل شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې را غلي دي، چې د نړۍ ۶۸ سلنه هېوادونه په پراخ فساد کې ښکېل دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان رییس خوزه اوګاز ویلي دي، چې "په ۲۰۱۵زېږدیز کال کې د فساد کچه د دې ښکاروندوي کوي، چې دغه پدیده په نړۍ کې د یوې ناروغي په شان پاتې ده. خو سږ کال په نړۍ کې خلک د فساد سره د مبارزې له پاره لاریونه وکړل او دا پیغام یې د ټولې نړۍ  د واک څښتانو ته ورساوه، چې نن باید له فساد سره مبارزه وشي. "

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي دي، چې نړیوالې ټولنې په میلیونونو ډالر له افغانانو سره مرسته وکړه او دولتي چارواکو نوشي جان کړې.

الجزیرې شبکې لیکلي دي، چې په افغانستان کې ناامنۍ، اقتصادي ستونزې، له دغه هېواده د نړیوالو وتلو، د نړیوالو مرستو را کمېدل او له دې ستونزو سره بېره افغان حکومت په افغانستان کې له پراخ فساد څخه هم سترګې پټې نه کړي.

الجزیرې لیکلي دي، که افغان حکومت غواړي د فساد کچه را کمه کړي؛ باد به فساد کې ښکېل چارواکي له دندو لرې کړي.

سیګا بیا د افغانستان په اړه دغه خپور شوی راپور تایید کړی دی.

دې ادارې ویلي دي، چې د افغانستان ټول دولتي بنسټونه په فساد کې ښکېل دي او هر کال د افغانستان سره د نړیوالو مرستو میلیونه پيسې حکومتي چارواکي حیف او میل کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام