تېره ورځ (شنبه، جون ۱۸مه) وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د هرات ولایت د " اوبۀ" ولسوالۍ دوه تنه د روژې خوړلو په تور د ډزو په واسطه ټپيان کړل، نو د سیمې اوسېدونکو د لرګو او تېږو په وسیله پر طالبانو برید وکړ او ۸ تنه طالب وسله وال يې ټپيان کړل.
وروسته همغو وسله والو د سیمې پر اوسېدونکو ډزې وکړې او ۶ تنه يې ټپيان کړل.
د هرات د اوبې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه تېر مازدیګر مهال له یادې ولسوالۍ څخه ۵۰ کیلومټره لرې په " نی یک" سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هرات امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي هم سلام وطندار ته د سیمې اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ نښتې مني او وايي، چې د روژه خوړلو پر سر د طالبانو او سیمې اوسیدونکو د نښتې موضوع په اړه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار په شاه دوشمشیره سیمه کې هم یو تن د روژې خوړلو په تور د ښاریانو له خوا د زیات ډبولو له امله روغتون کې بستري شو.