د روزګان ولایت د والی ویاند دوست محمد نایاب سلام وطندار ته وویل، چې لا هم د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو له لوري محاصره دی.
د نایاب په خبره، وسله وال طالبان د ښار په شمالي او ځېنو نورو برخو کې پراته دي او د شپې له لوري پر ښار د راګرځېدلي کمربند د ماتولو په اړه وسله والو بریدونو ته زور ورکوي.
نایاب زیاتوي، چې د وسله والو له دې بریدونو سره ـ سره یې بیا هم د وسله والو مخنیوی کړی او په روانو دوو ورځو کې یې نژدې ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د روزګان د والي ویاند همدارانګه وویل، د مرکز ترینکوټ ترڅنګ یو شمېر ولسوالۍ هم ناامنه شوې دي.
هغه په ټینګار سره وویل، چې د یادو ناارمو ولسوالیو څخه یوه هم ګیزاب ولسوالي ده، چي وسله وال طالبان یې د مرکز د سقوط په هڅه کې دي.
د نوموړي په باور، پر مرکز ترینکوټ سربېره په ناامنو ولسوالیو کې هم عملیات روان دي، خو د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي په موخه يې عملیات په احتیاط سره روان کړي دي.
نایاب سلام وطندار ته زیاته کړه، تر دې دمه په دې جګړه کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي، خو عیني شاهدان بیا دا شمېره لوړه ښيي.
د روزګان د والی ویاند دا هم وویل، چې د کندهار ـ روزګان د لويي لارې د خلاصون په موخه يې هم د لارې پر دواړو خواوو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د ده پر وینا، هغه امنیتي پوستې، چې د لارې په اوږدو کې وسله والو ته په لاس ورغلې وې؛ نږدې ۶ هغه يې افغان امنیتي سرتېرو ته بېرته په لاس ورغلې او لاهم هڅه کوي، چې دغه لاره د عامو مساپرو او ګړیو پر مخ خلاصه کړي.
د روزګان د والي ویاند په خپلو خبرو کې د جګړې شدت ته هم اشاره وکړه او ویل یې یول، د روزګان جګړه به تر هغې روانه وي، چې ټولې سیمې د وسله والو له موجودیته نه وې پاکې شوي.
د همدې جګړې په بهیر کې تېره ورځ د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس او د امنیت امر عبدالقوي عمری له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې سیداغا ثاقب امنیه قوماندان شوی دی.
ثاقب له دې وړاندې د کندهار او هرات ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی و.