د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې تقویتي بهیر پیلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په زماني مهالوېش کې د نویو بدلونونو پر بنسټ، د راروانو ټاکنو له‌پاره د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې تقویتي بهیر د جوزا پر ۱۸مه پیلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهيمي وايي، د دې بدلونونو پر بنسټ، د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې تقویتي بهیر د ۱۵ ورځو له‌پاره دوام لري چې په هغه کې له بایومتریک دستګاوو نه ګټنه نه کېږي.

د کمېسیون د مسوولانو په خبره، د ولسي جرګې له‌پاره د غزني ولایت د استازیو او د ولایتي شورا د نوماندانو نوم‌لیکنه هم د جوزا پر ۱۸مه نېټه پیلېږي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام