راشد خان ارمان په خپله وروستۍ تلویزیوني مرکه کې د واده نوبت په خبره یې د خپلو زیاترو مینهوالو زړونه خوشحاله کړي خو د ځېنو نجونو زړونه به یې هم مات کړي وي.
د کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال کپتان او په ګوګلي ماسټر مشهور بالر راشد خان له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي په کورنۍ کې د ۷ وروڼو له ډلی شپږم ورور دی. هغه وايي، ۵ وروڼو یې وادونه کړي اوس دی په نوبت کې دی.
که څه هم راشد خان تراوسه د کوژدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، راشدخان له خپلې یوې خپلواني سره کوژده کړې ده.
راشد خان په کمعمر کې د کرېکټ نړۍ لوړو څوکیو ته ورسېد او د نړۍ له ګوټ، ګوټ ځنې نجونې لېواله دي د راشد د ژوند ملګرې شي.
راشد خان ارمان سره تراوسه د څوو بهرنیو هېوادونو نجونو او ان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د دوستۍ لېوالتیا ښودلې او د واده وړاندیزونه ورته شوي دي. راشد خان رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کرېکټ ملي لوبډلې دغه مشهور ځوان لوبغاړی تېره اوونۍ له اوږده سفر وروسته هېواد ته راستون شو، خو پرون ورځ د هندوستان په ۱۱ پړاو «ای پي ایل» سیالیو کې د لوبېدو په موخه هندوستان ته لاړ.