د دوحې غونډه؛ د سولې خبرو اترو پایلې ګونګې دي

د امریکا متحدو ایالتونو او د طالبانو استازیو د شپږو ورځو لپاره د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې او د افغانستان راتلونکې په اړه بحث او خبرې وکړې.

سره له دې چې د دغې غونډې اصلي جزیات رسنیو سره نه‌دي شریک شوي، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري د خبرو پایلو په اړه راضي او خوښ دي.

لومړی ټاکل شوې وه چې د دوحې غونډه دوه ورځې دوام وکړي، خو د دواړو خواوو د علاقه‌مندۍ له کبله یادې خبرې شپږو ورځو ته وغځېدې.

په‌دې مودې کې ضد او نقیص مالومات او کله هم هیله‌بښونکي مسایل په رسنیو کې خپرېدل.

طالبانو ته نژدې سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې د بهرنیو ځواکونو وتلو، اوربند، د بین‌الافغاني خبرو پیل، د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش، د طالب بندیانو خوشې کېدو او د احتمالي لنډمهالي حکومت جوړېدو په اړه هوکړې شوې دي.

خو دواړه لوري په‌دې برخه کې په بشپړ احتیاط سره نظر څرګندوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې ناستې له پای ته رسېدو سره سم کابل ته را وخوځېد او پر خپلې ټویټرپاڼې یې ولیکل چې په دغو خبرو کې یو لړ پرمختګونه شوي، خو لا وروستي نه‌دي.

د نوموړي په وینا، داسې موضوعات شته چې پرې بیا بحث کولو ته اړتیا ده او تر هغې چې د اوربند او بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه هوکړه نه‌وي شوې، د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ هوکړه نه یوازې وروستۍ، بلکې شونې هم نه‌ده.

طالبان هم محتاطانه دریځ لري، خو په بل لیدلوري سره.

دغې ډلې په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د قطر غونډه وروستۍ نه‌ده او پر مهال یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نورو مهمو موضوعاتو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

په خبرپاڼې کې لیکل شوي چې د موضوعاتو پېچلتیا او یوې مناسبې حل لارې ته د رسېدو لپاره ټاکل شوې دغه ناستې دوام پیدا کړي، خو تر هغې مخکې به د دواړو لوریو استازي له خپلو مشرانو سره د غونډې جزیات شریک او د راتلونکیو هغو په اړه ترې مشورې واخلي.

قطر کې د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه شوې

قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړېوال ضمانت غوښتی

ملاعبدالغني برادر د طالبانو د قطر دفتر رییس شو

د طالبانو په خبرپاڼې کې د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو کولو موضوع بې‌بنسټه بلل شوې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې د دوحې غونډې مالومات له هېوادوالو او رسنیو سره نه شریکیږي؟

د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی طالب چارواکی وحید مژده یې په اړه وايي، امریکا او طالبانو په هېواد کې د وېرې فضا نه رامنځ ته کولو او د افغان دولت ناخوښۍ له کبله د مالوماتو له شریکولو ډډه کړې ده.

د نوموړي په وینا، هغه ټول موارد چې په رسنیو کې خپاره شوي سم او کره دي.

مژده کابل ته د زلمي خلیلزاد د راتګ موخه د اوربند په اړه د خبرو لپاره بولي.

د طالبانو دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د خبرو بل پړاو به تر بلې اوونۍ بیاځلي په قطر کې له سره پیل شي.

خو د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايی، د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل، اوربند او د بندیانو تبادله د دوحې غونډې د خبرو اصلي موضوع وه.

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او ترې د خپلو ځواکونو اېستلو برخه کې جدي ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې خبرپاڼې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو له بهیره هرکلی کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام