د دهمزنګ پېښې په اړه د حقیقت موندنې کمېسيون په کار پېل وکړ

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ (جولای ۲۶مه) د روښنايي غورځنګ لاریون کوونکو ترمنځ د چاودنو څیړنو له پاره ۱۳ کسیز پلاوی وټاکه او دغه پلاوي نن سه شنبه( جولای ۲۶مه) د پېښې حقیقت موندنې له پاره په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي چې ددې کمیسیون مشري کوي وايي، د یاد کمیسیون غړي به خپلې چارې بې طرفه، عادلانه او په پوره ژمنتیا سره ترسره کوي او پایلې به يې له وطنوالو سره شریکوي.

حمیدي ټینګار وکړ، دا کمیسیون له مخکنیو کمیسیونونو سره، چې د چاودنو پیښو څیړلو په موخه جوړ شوي توپیر لري.

د هغه پر خبره هغه کسان، چې د دغه کمیسیون له خوا مجرم وپېژندل شي، نو قانون به پرې په جدي ډول تطبیقيږي.

لوی څارنوال زیاته کړه، چې د دغه کمیسیون غړي د کوم کس او یا بنسټ تر نفوذ لاندې نه راځي او خپلې موندې به ډیر ژر له ولس سره شریک کړي.

دغه راز د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د ولس غوښتنو ته رسیدنه د دولت مسوولیت دی او ډیر ژر به د مرکزي ولایتونو اوسیدونکو غوښتنو ته رسیدنه وشي.

څو ورځې وړاندې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روښنايي غورځنګ پلویانو د لاریون پر مهال درنه چاودنه وشوه، چې له امله يې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل شول او  ۲۳۱ نور يې ټپیان کړل.

یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې مخکې تر دې هم د کندوز سقوط، د کابل شاه شهید کې ځانمرګي برید او ورته شان نورو پیښو څیړلو او څرنګوالي له پاره ولسمشر د حقیقت موندنو کمیسیونونه جوړ کړي، خو ددغو کمیسیونونو پایلو د ولس قناعت نه دی حاصل کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام