د دایکندي یو شمېر سوداګرې میرمنې له حکومته شکایت کوي او وايي، چې د دوی لاسی صنایعو ته د بازار په پېداکولو کې د پام وړ کار نهدی کړی.
دوی زیاتوي، چې د لاسي صنایعو لهپاره يې د بازار او له دوی د حکومت مادي او معنوي ملاټر نشتوالي له امله زړه تورې شوي دي او نور دغه شان سوداګري به و نه کړي.
دوی باوري دي، چې د ښځینه وو هنري تولیدات د ولس فرهنګ په ژوندي ساتلو کې ستر رول لوبوي او همدارنګه د ښځینه وو صنعتي بازار کولی شي، چې ددوی د بومي فرهنګ په وده کې مرسته وکړي.
نجیبه غلامي هغه میرمن ده، چې چرمه والا کمیسونه او خامکي جامې ګنډي وايي، چې باید د ښځینه وو لاسي صنایعو او هنري تولیداتو له پاره مشخص بازار وي چې میرمنې کار ته وهڅول شي.
د هغې پر خبره، دا د میرمنو او د هغوی د کورنۍ لهپاره اقتصادي مرسته ده او ښه اسانه طریقه هم ده.
غلامي خبرداری ورکوي، چې که دغو کسبونو ته هیڅ پام و نه شي په دایکنډي کې د ښځینه وو لاسي صنایعو کار له منځه ځي.
د دایکندي میرمنې له څه ناڅه امن چاپیریاله په استفادې هڅه کوي، چې له یوې خوا په دغه ولایت کې بومي لاسي صنایعې دود کړي او له بلې خوا د خپلو کورنیو په اقتصادي پياوړتیا کې هم برخه اخیستې وي .
راضیه حسیني هغه میرمن ده، چې د خامک ګنډل او جامو اوبدلو له لارې بومي هیر شوی فرهنګ بیرته را ژوندی کړي او په دې توګه د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.
دغه سوداګره میرمن وايي، چې حکومت يې مادي او معنوي ملاټر نه کوي او د دوی لاسي هنر ته چندان پام نه کیږي.
په همدې حال کې د دایکنډي د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، چې د ښځینه وو لهپاره د مشخص او مناسب ځای نشتوالي له امله هغوی د کار له دوامه زړه تورې شوې دي.
د میرمن رضايي پر وینا، دوی د سوداګرو میرمنو هڅولو لهپاره د دغه ولایت ښځینه پارک د "شیرین هزاره" په نوم نومولی.
د دایکنډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې امر علي شهرستاني سلام وطندارته وویل، چې ددغه ولایت د کورنیو درې سلنه لګښت ښځينه تامینوي
د شهرستاني پروینا، دوی هڅه کوي د ښځینه وو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه یو دایمي نندارتون جوړ کړي.
د نوموړي پر خبره، شاوخوا درې سلنه ښځینه په دې برخه کې بوختې دي او شاوخوا درې سلنه د کورنیو عواید هم له همدې لارې لاسته راځي.
د دایکنډي سوداګرو ښځو پروینا، سیمهییزو مسوولینو څو ځله ژمنه کړې چې د ښځینه وو ظرفیت لوړونې لهپاره هڅه کوي، خو تراوسه پورې يې ددوی پروینا هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.