په هلمند کې د داعش ډلې مشر ملا عبدالروف ووژل شو

ددې ولایت امینه قوماندان تورن جنرال نبي جان ملا خیل نن دوشنبه ( دسلواغې ۲۰) خبریالانو ته وویل چې خادم د ايساف ځواکونو په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.

سرچينه وايي په دغه برید کې د خادم ۶ ملګري هم وژل شوي دي، چې وژل شويو کې یې یو  اوښی( دمیرمنې ورور) هم شامل دی.

ځايي امنیتي سرچینو سلام وطندار ته ویلي په وژل شويو کې ۳ هغه یې وزیرستاني وسله وال دي.

په هلمند کې دملي امنیت یوې سرچینې زمونږ سیمیز خبریال ته دنوم پټ ساتلو په شرط ويلي چې په دې برید کې د داعش وسله والې ډلې قوماندان ملا عبدالروف خادم هم وژل شوی دی.

یوه اونۍ وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د ملا خادم او طالب قوماندانو ترمنځ د اختلاف له کبله طالبانو ملا روف د ۴۰ ملګرو سره یو ځای ژوندی نیولی و؛ خو طالبانو بیا ددې خبر رد یا تایېد ونه کړ.

ملا عبدالروف خادم سلفي مذهبی تندلاری و چې په ورستيو کلونو کې طالب مشرانو دخپلو وسله والو په منځ کې په دنده وګماره.

دملا عبدالروف خادم په ګمارنه کې د وسله والو طالبانو موخه د مذهبي اختلافاتو په اړه پراخ نظري ښودل و.

خو تر یو کال وروسته ملا عبدالروف خادم او وسله وال طالبان سره مخالف شول او سیمه کې د سختو کړنو پر سر یې له دندې ګوښه کړ.

جاوید کوهستاني سلام وطندار ته ویلي چې ملا عبدالروف خادم د غچ اخیستو له پاره سیمه کې ځان د داعش وسله والې ډلې قوماندان ونوموه.

ملا عبدالروف خادم په ورستيو کې سیمه کې د زیاتو پېسو په ورکولوسره د وسله والو تند لارو مخه ځانته راواړوله.

وروسته بیا د بېلا بېلو تندلارو ډلو له لورې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له مشرابو بکرالبغدادي سره بیعت وکړ؛ حافظ خان سعید اورکزی د خراسان امیر او ملا عبدالروف خادم یې مرستیال وټاکل شول، چې بیا وروسته دا خبرونه د اسلامي دولت استازو هم تایېد کړل.

خو دافغانستان ملي امنیت او دهلمند مرستیال والي دا ډله د مخ پټو طالبانو په نوم پيژندله او داعش سره یې د دوي اړېکې رد کولې.

دهلمند ولایت  امنیه قوماندان زیاته کړه چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به امنیتي حالت ښه کړي .

سرچینه خبر ورکوي چې ددې ولایت په شمالي نا امنه ولسواليو کې یې د سختو او پراخه عملیاتو چمتوالی نیولی دی.

د ملا عبدالروف خادم وژنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام