په اوتره او ترهېدلې بڼه یې د خپل څه باندې څلور میاشتني بند کیسه کوله. که څه هم ټوله په څادرۍ کې پوښلې وه؛ بیا یې هم د وجود له لړزې ښکارېدل، چې پرې د تېرو شویو سختو شپو او ورځو بدې خاطرې یې ارام ته نه پرېږدي.
په مستعار نوم غوټۍ هغه مېرمن ده، چې څه موده وړاندې په توره خړه له پنځو نورو مېرمنو، ۲ماشومانو او ۱۲ نارینهوو سره داعش جګړه مارو د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ له سید احمد خېلو کلي یرغمل کړي وو.
غوټۍ له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د اچین ولسوالۍ مامند درې سیمه کې ساتل کېدل.
دغه کوټواله مېرمن وايي، داعشیانو دوی ځکه یرغمل کړي وو، چې ګنې سړي یې په سیمه ییزو پولیسو کې دي. هغه وايي، داعش جګړه مارو به هر وخت وېرولې.
غوټۍ وايي: "زموږ خاوندان یې وړي وو، د هغوی په اړه به یې ویل، د خپلې خولې اقرار یې کړی چې موږ په سیمه ییزو پولیسو کې یو. د هغوی د مرګ ویډیوګانې به یې راښودلې."
مېرمن غوټۍ وویل، اوس چې د داعش له بنده ازاده شوې، لا یې هم د داعش ډلې ګواښونه او ګوت څنډنې ارام ته نه پرېږدي؛ پروینا یې له داعشه وېره لري که حکومت یې امن سیمو ته و نه لېږدوي، نورې ستونزې هم ورته جوړېدی شي.
له غوټۍ سره یې یوه کوچنۍ لور او یو زوی هم داعش وسله والو بندیان کړي وو، موږ یې له کوچنۍ لور سره د خبرو هڅه وکړه؛ خو مور یې ویل کله چې د داعش نوم واوري، بیا یې هر څه له ذهنه وځي او خبري نه شي کولای.
له غوټۍ سره د پنځو نورو مېرمنو له ډلې یوې بلې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، څه باندې څلور میاشتې بند یې ټول په تیارو کوټو کې تېر کړی دی.
دا مېرمن وايي، یوازې دومره یې ذهن ته ورځي؛ چې داعش جګړه مارو اوږدې څڼې درلودې.
د کوټ ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط وايي: "دوه سواتۍ نیول شوې مېرمنې محکمې برات کړې وې دوی له وخته په ګټې له ځانه سره وساتلې، چې بیا دا مېرمنې یې په بدل کې له داعشیانو ازادې کړې."
بل پلو ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مشرې صبرینا حمیدي په دې اړه اندېښنه وښوده او وايي، د دولت مخالفو وسله والو له لوري ولسي خلکو ته زیان رسول له بشري حقونو ښکاره سرغړاوی دی.
مېرمن حمیدي له ښکېلو غاړو وغوښتل د ماشومانو او مېرمنو ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو اوسېدونکو د معلوماتو له مخې اوس هم د یادو ولسوالیو ګڼ خلک د داعش په بند کې دي، چې د مرګ او ژوند پته یې نه لګېږي.