د خلیلزاد او غني ليدنه: له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ ( شنبه، دلوه ۱۲) وروسته له غرمې کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او اجرايه رييس سره يې وليدل.

زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ليدنه کې له طالبانو او پاکستاني چارواکيو سره د سولې په اړه د وروستيو خبرو اترو په تړاو معلومات شریک کړل.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسشمر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ویلي، طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو هیله لري چې یوې پایلې ته ورسېږي.

خبرپاڼې د خلیزاد له قوله ليکلي، د طالبانو له لوري داسې يوه ځواب ته په تمه دی چې د یوه عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تلپاتې د تاوتریخوالي کموالي په اړه چې هم امريکا ته او هه ټولو افغانانو ته د منلو وي، په تمه دی.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد له اجرايه رييس عبدالله عبدالله سره هم په ليدنه کې ويلي چې له طالبانو سره د مذاکرې ټيم بايد ټول‌منلی وي.

په دې ليدنه کې عبدالله عبدالله ويلي چې سولې ته رسېدل د افغانانو اصلي غوښتنه ده او هيله يې څرګنده کړې چې طالبان دې د ټولنې د واقعیتونو په درک کولو او فرصت نه په استفادې سولې ته غاړه کېږدي او هر څه ژر دې د خلکو له وژلو لاس واخلي.

نوموړي زياته کړې د سولې په خبرو کې دې هرچاته برخه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم ویلي له امريکا سره يې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د نظرونو د اختلاف له کبله خبرې ځنډېدلې دي.

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي وو، چې د  تاوتریخوالي کمول یوه ګونګه اصطلاح ده او په ټول افغانستان کې یې پر سرتاسري اوربند ټينګار کړی و.

په دې تړاو:

د امریکا او طالبانو د سولې خبرې د لنډمهال لپاره درېدلي

شنونکي: د سولې خبرې به دا ځل له ځینو بدلونونو سره پیل شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام