د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ افغانستان، پاکستان، جرمني، بلجيم، عربي اماراتو او قطر ته اووم پړاو سفر پیل کړ چې تېره ورځ یې له پاکستاني چارواکیو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمدفیصل پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د دغه وزارت د پلاوي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو په اړه لیکلي: «هېواد یې له افغان سولې پروسې سره همکارۍ ته ژمن دی.»
فیصل که څه هم د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ډېر جزیات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې ټول لوري هڅوي، څو له سیاسي لارو چارو افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
زلمي خلیلزاد هم تر دې وړاندې پر ټوېټرپاڼې لیکلي وو چې د سولې خبرو په اووم پړاو کې به پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي چې د سولې لپاره د سیمهییز او نړیوال ملاتړ د همغږي کولو او د سولې چوکاټ وروستي کولو لپاره هڅې دي.
خو د چارو ځینې کتونکي د طالب او امریکايي استازیو ترمنځ تېرې لیدنې ګټورې بولي او وايي، طالبان او امریکا دواړه د افغانستان د لانجې هوارولو په لټه کې دي.
د سیاسي چارو کارپوه محمدحسن حقیار وایي، هیله لري چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې ۷م پړاو خبرې مثبتې پایلې ولري، خو په وینا یې د افغان جګړې موضوع ژورې ريښې لري او په څو میاشتو کې یې حل ناشونی دی.
د طالبانو یو پخوانی چارواکی سیداکبراغا وایي، د طالب او امریکايي استازیو ترمنځ اووم پړاو خبرې به یوازې د بهرنیانو پر وتلو تمرکز ولري.
ده وویل، تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله حل نهشي، طالبان په نورو موضوعاتو خبرې نه کوي. نوموړی زیاتوي، اوس ټول پر دې باور دي چې د بهرنیانو د وتلو موضوع له وروستي کېدو پرته پر نورو مواردو هوکړه ناشونې ده.
نوموړی هم د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د اووم پړاو خبرو اترو مثبتو پایلو ته هیلهمند دی.
د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد دا سفر داسې مهال دی چې د طالبانو مشر ملا هبتالله په خپل اختريز پيغام کې ويلي، تر هغې چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي، هېڅوک دې د جګړې درولو تمه ترې نه کوي.