د مطبوعاتو نړیوال انسټیټوټ د اطریش په ویانا کې نن سه شنبه (اپریل۲۵مه) اعلان وکړ، چې په ۲۰۱۷ م میلادي کال کې "د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه" په ازادو رسنیو کې تر ټولو د مخکښ کمېټې جایزې ګټونکی شو.
دغه جایزه ځکه ورکړل شوې، چې دغې کمېټې د خبریالانو لهپاره په ترټولو ناامنه هېواد افغانستان کې د خوندیتوب نوښتونه کړي او همدارنګه ښه په ميړانه يې خدمتونه ترسره کړي دي.
په پام کې ده، چې د ازادو رسنیو تر ټولو مخکښ جایزه د المان په هامبورګ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مطبوعاتو ملي انسټیټوټ لهخوا یادې کمېټې ته ورکړل شي.
په ازادو رسنیو کې ترټولو مخکښ جایزه، د لومړي ځل لهپاره د مطبوعاتو نړیوال انسټیټوټ لهخوا په ۱۹۹۶ میلادي کال کې اعلان شو.
د دغې جایزې موخه دا ده، چې د رسنیو او خبریالانو لهپاره مناسب کاري فضا رامنځ ته کړي او په دغو برخو بېلابېل بنسټونه وهڅوي، ترڅو د بیان ازادۍ په برخه لا زیات نوښتونه وکړي.