هغه کډوال چې د یوې مجارستانۍ ښي لاسي ګوند غړې او خبریالې له خوا په ځمکه راغورځېدلی و؛ د هسپانيې هېواد د فوټبال د کوچ د ملي ښوونیز مرکز له خوا دغه هېواد ته د مرستې له پاره ورغوښتی دی.
دغه کډوال چې اسامه عبد المحسن الغضب نومېږي، له دې وړاندې د سوريې د فوټبال ملي لوبډلې کوچ و او د سوریې هېواد د الفتوه لوبډلې سره یې په بهتر لیګ کې همکار و.
هغه له خپلو دوو اولادونو سره د چهارشنبې په مازدیګر هسپانیې ته ورسېد و او خبریالانو ته یې وویل: «زه له تاسو، مادرید او هسپانیې سره مینه لرم. له ټولې هسپانیې نه. له تاسو نه په هر برخه کې منندوی یم. دا زما د ژوند له پاره ډېره مهمه موکه ده. »
اټکل شوې، چې الغضب به د مادرید فوټبال پنډغالي ترڅنګ له خپلې کورنۍ سره یوځای د هسپانيې د فوټبال د ملي ښوونیز مرکز له خوا په حومه ښار کې د اوسېدلو له پاره یو پارتمانت هم ورکړي.
د دغه مرکز رییس میګويل آنخل ګالان وايي، چې سیاستمداران، اروپايي ټولنه او نور دولتونه باید له کډوالو سره د مرستو له پاره اقدام وکړي، تر څو دوی هم د دغو خلکو په اوسېدو کې رول ولري.
هغه زیاته کړه، چې موږ باید له خلکو سره مرستې وکړو او د فوټبال فدراسيونونو او سياسيونو پورې اړه نه لري، ځکه یوه انساني کړنه ده.
دغه فرصت په داسې حال کې اسامه ته په لاس ورځي، چې د یوې مجارستانۍ خبريالۍ له خوا ده ته د پښو اېښودو څخه وروسته ځمکې ته د غورځېدو تصویر په ټوله نړۍ که خپور شو او اوس يې په ژوند کې د دا شان بدلون لامل شو.