د حکومت تازه طرحه؛ عمومي ځايونو کې د ماسک اچول او د ۲ مټرو واټن رعایت کول جبري شول

سر له سبا یکشنبې ورځې تر درېیو میاشتو له لسو د زیاتو کسانو راټولېدل منع کېږي. د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش دفتر ویلي، د کورونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي ترینګلي وضعیت کې د کسب‌وکار تنظیم طرحه وروستۍ شوې او له یکشنبې ورځې د جوزا له ۱۸مې وروسته هېواد کې پلي کېږي.

د دغې طرحې د اجرا لومړۍ مرحله کې چې د درېیو میاشتو لپاره په پام کې نیول شوې، له لسو د زیاتو کسانو راټولېدل منع کېږي.

د طرحې پربنسټ، عمومي ځایونو کې د ماسک اچول، د دوو مټرو واټن رعایت کول، کور نه د ډېر عمر لرونکو کسانو په وتو بندیز، د کاري چاپېریال ضد عفوني کول، خپلو کارکوونکيو ته د ادارو له لوري د روغتيايي وسایلو چمتو کول او دولتي ادارو کې د کاري ساعتونو رعایت، الزامي شوي دي.

همداراز تر راتلونکيو درېیو میاشتو ټول دولتي او خصوصي ښوونيز مرکزونه په حضوري ډول بند دي، خو کولی شي په انلاین بڼه فعالیت وکړي.

د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي، د ودونو هوټلونه، سپورټي او تفریحي ځایونه هم تړلي پاتې کیېږي او د فاتحې او نورو فرهنګي او ټولنیزو مراسمو ترسره کول هم منع شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام