د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ تنو د اعدام نوم‌لړ د غني پر میز

له ولسمشرۍ ماڼۍ یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د ۱۱ تنو بندیانو نوملړ د اعدام حکم توشیح له‌پاره اشرف غني ته ورلېږل شوی دی.

د سرچینې پر خبره، د حقاني شبکې دویم شخص انس حقاني نوم په دې لېست کې شامل نه دی.

دا نوملړ وروسته له هغې ترتیب شو، چې تېره ورځ یو ستر ترهګریز برید په کابل کې ۹۰ تنه ولسي وګړي ووژل او له ۴۰۰ ډېر یې ټپيان کړل.

له برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل، دا برید د حقاني شبکې له لوري په پاکستان کې طرحه شوی و.

انس حقاني

د ملي امنیت پروینا، د دوی د معلوماتو پربنسټ "د تېرې ورځې برید طرحه د حقاني شبکې له خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې آی، اس، آی په مستقیمې همکارۍ او لارښوونه پلان شوی وو".

په کابل کې له برید سره سم د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي و:"څو ځلې مې ویلي دي او اوس هم وايم، انس حقاني باید اعدام شي؛ ځکه چې دا برید په مشخص ډول د پاکستان په همکارۍ د حقاني شبکې له خوا شوی دی."

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې شوی برید غندلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام