د حراست او ثبات شورا روسيې ته خبرداری ورکړ

د حراست او ثبات شورا مشر عبدالرب رسول سیاف روسيې ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په داخلي چارو کې دې له لاس‌وهنو پوره ډډه وکړي.

د د دوشنبې په ورځ کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د حراست او ثبات شورا له خوا د ثور د اتمې نیټې په نمانځ‌غونډه کې ګڼو جهادي مشرانو، چارواکو او خلکو ګډون کړی و.

غونډې ته د حراست او ثبات د شورا رییس عبدالرب رسول سیاف وویل، چې د مجاهدنیو د ثور د اتمې نیټې هڅې نه یوازې افغانستان ته ویاړ بښي، بلکې ډیرې نور بهرني هیوادونه هم باید د افغانستان د خلکو په‌دې جهاد وویاړي.

سیاف وویل، هغه ګاونډي هیوادونه، چې د افغانستان له مخالفو ډلو ملاتړ کوي دا د دوی د ناځواني ښکارندوي کوي او د دې کار تاوان به له دغو هیوادونو شل چنده واخیستل شي.

هغه په افغانستان کې د روسیې ورستیو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل، روسیه باید په افغانستان کې له خپلې تیرې ماتې پند واخلي.

د نوموړي پر خبره، روسیه اوس‌مهال د افغانستان له هرې کورنۍ پوروړې ده، نو نه باید په خپله خپلو پوروړو ته ځان تسلیم کړي.

نوموړي زیاته کړه: «له همدې ځایه غواړم چې خپلو ټولو ګاونډیو په ځانګړې توګه د شمال ګاونډیو ته دا پیغام ورسوم، چې بس دی یوځل دې خپله سر له غره سره وهلی او مات سر په سرو وینو ککړ له‌دې ځایه لاړې همدا دې بس دی هسې هم داسې کومه کورنۍ نشته چې ته یې پوروړی و نه وسې نو په خپل لاس دې پوروړو ته ځان په لاس کې مه ورکوه. »

سیاف نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل، چې له افغانستان سره یې ډیرې مرستې کړي او ډیر کسان یې د دلته په جګړه کې مړه شوي، خو تراوسه د افغانستان د خلکو لوی ارمان، چې هغه هم سوله ده نه یو رسیدلي.

هغه وايي، چې نړیوال باید په خپله کړن‌لاره کې بدلون راولي.

په غونډه کې د حراست او ثبات ټولنې غړي محمد عمر داودزي هم د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د روسي هیواد د سلاکارانو راڅرګندیدل د اندیښنې وړ وبلل او له حکومت یې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې جدي څیړنې وکړي.

داودزي وویل، چې که رښتیا هم روسیه یوځل بیا په افغانستان کې لاسوهنه وکړي، نو د ثور د اتمې نیټې نمانځل هیڅ ګټه نه لري.

د ثور د اتمې نیټې په نمانځ‌غونډه کې نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره له جهادي مشرانو وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو دې ملاتړ وکړي، ځکه دوی اوس په سنګرونو کې په جهاد بوخت دي.

د غونډې په پای کې د حراست او ثبات شورا له خوا یو پریکړه‌لیک ولوستل شو، چې په‌کې له دولته غوښتل شوي و، چې ژر تر ژره دې د په هیواد کې د ولسي جرګې او ولایتي شورا ټاکنې ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام