د حبیب بانک خلاف ښه لوبېدلو د ۵ افغان لوبغاړو بخت راویښ کړ

افغان لوبډله د پاکستان حبیب بانک کرکټ لوبډلې پر خلاف له ښه ځلېدلو وروسته جاوېد احمدي، عمران جنت، عبدالله عادل، ناصرجمال او احسان الله جنت د اروپا سفر له پاره غوره شول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش یادو لوبغاړیو ته د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکونکې ډلګۍ له خوا له اعلان وړاندې دغه زېری ورکړی دی.

د ښاغلي دانش پر وینا، افغان کرکټ بورډ د استعداد لرونکیو ځوانانو غوړېدلو ته ژمن دی او دې ته دوامداره کار کوي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړه، جاوېد احمدي به د اروپا په سفر کی د سکاټلنډ او ایرلنډ پر خلاف په پنځوس اوریزو سیالیو کې، احسان الله جنت او ناصرجمال احمدزی به د هالنډ پر خلاف په ۴ ورځنۍ (انټرکانټېنېنټل جام) سیالۍ کې د ملي لوبډلې غړي وي.

نسیم الله دانش همداراز وویل، درېواړو لوبغاړیو، جاوېد احمدي، احسان الله جنت او ناصرجمال احمدزي د پاکستان حبیب بانک کرکټ لوبډلې پر خلاف ښې لوبې وکړې او دا یې د خپلو هڅو ثمره ده.

ده دا هم زیاته کړه، افغان کرکټ بورډ هیله من دی، چې غوره شوي درېواړه لوبغاړي چې وړاندې یې د افغانستان ۱۹ کلنې او ملي لوبډلې له پاره لوبې کړي؛ د دوی ټاکنه یو ځل بیا خپل ځای ثابته کړي او داروپا په سفر کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ښه ولوبېږي.

 

دا لومړی ځل دی، چې د پخواني کپټان نوروز منګل ورور احسان الله جنت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه لوبېدو ته غوره کېږي.

د نسیم الله دانش په باور، د افغاستان کرکټ بورډ له خوا د لوبغاړیو انتخاب په حوصله او دقت سره ځکه کېږي، چې په راتلونکې کې زیانمن نه شي.

د ویلو ده، درېواړو غورو شویو لوبغاړیو د پاکستان حبیب بانک لوبډلې په کابل کې په یو ورځنیو او ۲ څلور ورځنیو سیالیو کې سلیزې جوړې کړې او د نورو افغان لوبغاړیو په پرتله په توپوهنه کې ښه وځلېدل.

د دې لوبغاړیو اعلان په داسې حال کې کېږي، چې افغان کرکټ بورډ خپله ۱۱ کسیزه لوبډله څو اونۍ مخکې د انګلستان ویزو د ترلاسه کولو له پاره هندوستان ته لېږل شوې ده، خو د دغه مهم سفر له پاره تر اوسه افغان کرکټ بورډ په رسمي توګه سیالیو ته نه وروستی تمریناتي کمپ نیولی او نه یې هم د غورو شویو لوبغاړیو نوملړ اعلان کړی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام