د جینوا غونډه؛ ملګري ملتونه افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي

نن د جینوا غونډې په څنډه کې د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارک لوکاک سره د بشردوستانه او بېړنیو مرستو د همغږي کولو په اړه خبرې وکړې.

په‌دې لیدنه کې ښاغلي لوکاک په افغانستان کې وروستیو وچ‌کالیو ته په اشارې سره وویل چې ملګري ملتونه به د افغانستان له کډوالو او او چاپېریالي زیانمنو سره د همکارۍ او ستونزو ته د رسېدو په برخه کې مرستې وکړي.

ښاغلي لوکاک همدارنګه ژمنه وکړه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې به د دولت توان د زیاتولو ترڅنګ له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

اجرایوي رییس هم د ملګرو ملتونو د دوامدارو مرستو، په ځانګړي ډول له بې‌ځایه شویو، زیانمنو شویو او د چاپېریال له ستونزو ګډوالو شویو سره بېړنیو مرستو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو مرستې د زرګونو افغانانو ژوند د مرګ له خطره حتمي ژغورلی شي.

د ویلو ده چې د جینوا غونډه د حساب‌ورکولو، لاسته‌راوړنو او د افغان‌دولت د ژمنو نویو کولو په پار جوړه شوې او ټاکل شوې چې د مرسته کوونکیو وزیرانو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ اصلي غونډه سبا جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام