طالبانو تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، داعش ډله غواړي هغه وسایط په نښه کړي چې ټاکل شوې د څرخي پله له زندانه د طالبانو پاتې بندیان ولېږدوي.
طالبانو تور لګولی چې په دغه پلان کې له داعش سره د افغان حکومت استخباراتي کسان، یو شمېر نظامیان او د امنیتي پوستو قومندانان لاس لري.
د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه ډله په دې اړه اندېښنه لري او ټولې خواوې دې د دغه خطر مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
سره له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دا تورونه بېبنسټه بولي، خو د چارو ځینې شنونکي اندېښنه ښيي چې که د سولې خبرې اترې مثبتې پایلې هم ولري، جګړه به د یوې نوې پروژې په ډول دوام ومومي.
د امنیتی چارو کارپوه کابلخان تدبیر چې د سولې خبرو ته هیلهمند نه دی وایي، دا وېره شته چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره یوه بله پروژه پیل شي.
د نوموړي په وینا، که حکومت او طالبان نوې پروژې ته ژمن وي، یو لوری به امکانات ورکوي او بل لوری به هم ورته جنګیالي برابروي.
د چارو یو بل شنونکی محبالله شریف وایي، که له طالبانو سره د سولې پروسه یوې پایلې ته هم ورسېږي، جګړه به دوام ومومي.
د هغه په وینا، له داعش، حکومت او طالبانو نیولې د بېلابېلو هېوادونو تر استخباراتو پورې ټول به د جګړې د دوام لپاره پټې او ښکاره لاسوهنې وکړي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو د پاتې بندیانو د امنیت څرنګوالي په اړه د دې ډلې وروستي تورونه بېځایه او بېبنسټه دي.
هغه وايي، افغان حکومت په دې برخه کې له وړاندې اقدامات کړي او طالبان باید د دا ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.
په همدې حال کې د سولې په چارو کی د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم د طالبانو اعلامیه بېبنسټه بولي.
د طالبانو لهخوا د دوی پر ۴ سوو بندیانو د برید ادعا داسې مهال کېږي چې ولسمشر د مشورتي لویې جرګې د پرېکړهلیک له مخې، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم کړی او تمه کېده چی دا بندیان پرون یا هم نن خوشې شوي وای، خو تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.