د غه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې له ښوونکیو د طالبانو باج اخیستو له کبله ځايي خلکو او ښوونکیو شکایت کړی دی.
یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل طالبان د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو له ښوونکیو چې ۱۷۲ بابه ښوونځي کېږي د میاشتنۍ تنخوا۱۰سلنه په زور اخلي.
د سرچینې په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي مردیان ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته د لوېدو ګواښ سره مخ شي.
د ولایتي شورا غړی ملا امرالدین دانشور هم منی چې طالبان د مردیان ولسوالۍ د ښوونکیو میاشتنۍ تنخوا ۱۰سلنه په زور ترې اخلي.
د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین وایي، له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېده د مردیان ولسوالۍ ښوونکیو ته بانکي حساب پرانیزي.
دی وایي، ښایي د حوالې له لارې د ښوونکیو تنخوا لېږد کې ستونزې وي.
د مردیان ولسوالۍ ځېنې ښوونکي او ځایي خلک هم وایي چې له ښوونکیو د طالبانو باج اخیستل عادي خبره ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.