د جوزجان بې‌ځایه شوي: د انساني ناورین د راتګ مخه ونیسئ

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ جګړه‌ځپلې کورنۍ وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي او که بېړنۍ مرستې ور ونه‌رسېږي، ستر ناورین به رامنځ‌ته شي.

دوی چې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وايي، داعش‌ډلې او طالبانو یې کورونه وران کړي او د اوسېدو له‌پاره هېڅ ځای نه‌لري.

د دوی په وینا، د څښاک اوبه نه‌لري او له کبله یې ماشومانو په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.

د جګړه‌ځپلو کورنیو غړي عبدالستار او نعمت‌الله وايي، د خوراک، څښاک او اوسېدو له‌پاره هېڅ نه‌لري او ځینې کورنۍ د خوراکي توکو له‌پاره د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوي او حکومت باید ورسره لازمې مرستې وکړي.

په همدې حال کې د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندان لال‌محمد هم وايي، تر ۸ سوو زیاتې کورنۍ چې د جګړو له کبله دې ولسوالۍ ته کډه شوې وې، بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوي دي.

خو د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي سلام‌وطندار ته وویل چې سیمه‌ییزې ادارې او مرستندویه بنسټونو د اوښتو زیانونو او د بې‌ځایه شویو کورنیو د اړتیاوو ارزونه پیل کړې چې ډېر به ورسره د مرستو لړۍ هم پیل شي.

د نوموړي په وینا، هره ورځ ۴۰ تر ۵۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته کورونو ته راګرځي او تراوسه شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ راستنې شوې دي.

بلخوا جوزجان کې یوشمېر مدني فعالان هم له دولته غواړي چې یادو بې‌ځایه شویو کورنیو ته د اوښتو زیانونو د څېړلو له‌پاره ځانګړی پلاوی وټاکي او له خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام