«د جوزا له لومړۍ وروسته غني ته په واک کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوو»

د اسلامي جمعیت ګوند اجرايوي رییس عطامحمد نور او ولسمشرۍ ته نوماند محمدحنیف اتمر د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال محمدقسیم فهیم د مړینې په یادغونډه کې چې په مزارشریف کې جوړه شوې وه وویل، د محمداشرف غني د ولسمشرۍ دوره د جوزا په لومړۍ پای ته رسېږي او له یادې مودې وروسته باید لنډمهالی یا سرپرست حکومت جوړ شي.

نور وايي، د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته یوه ورځ هم اشرف غني ته اجازه نه ورکوي چې د جمهوري ریاست پر څوکۍ پاتې شي او سیاستوال باید د رامنځته کېدونکې تشې ډکولو په اړه غور وکړي.

په همدې حال کې محمدحنیف اتمر هم د جوزا له لومړۍ وروسته د لنډمهالي یا سرپرست حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

اړوند مطالب:

اتمر: سرپرست حکومت دې جوړ شي

اتمر: سوله او د مشرتابه بدلون مو اصلي موخه ده

د نوموړي په وینا، په هېواد کې د تشې رامنځته کولو په لټه کې نه‌دي، خو یو لنډمهالی یا سرپرست حکومت غواړي چې د سولې او ټاکنو لپاره کار وکړي او دا مو لومړیتوب دی.

بله‌خوا محمدیونس قانوني وايي، که څه هم د سولې پر پروسې ټینګار کوي، خو وايي په یاده پروسه کې پر اساسي قانون او د تېرو ۱۸ کلونو پر لاسته‌راوړنو ورته معامله د منلو نه‌ده.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د بلخ غونډې خبرو ته له اشارې پرته، دا ډول غونډې له وخت مخکې ټاکنیزه کمپاین په ګوته کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د غني سیاسي مخالفانو هم څو ځله نوموړی له وخت مخکې پر ټاکنیز کمپاین تورن کړی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام