د ثور ۷مه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې لوی بدلون

د ثور د ۷مې کودتا د افغانستا سیاسي تاریخ ته بدلون ورکړ. په دې ورځ د هوايي لیکو یو افسر د عبدالقادر په نوم او د زرهدارو یو افسر د اسلم وطن جار په نوم په اردو کې د ننه اړیکې تنظیمې کړې او په ارګ یې برید وکړ.

د وخت ولسمشر سردار محمد داوود خان د وزیرانو اونیزې شورا سره د لیدو د تیاري په حال کې و، چې په ارګ د برید کولو اطلاع ترلاسه کړه. او ټولو په ګړنديتوب سره ماڼۍ پرېښوده او له۲۴ ساعتونو وروسته اسلم وطندار جار او عبدالقادر دولت ونړاوه او خلقي حکومت واګې یې تر لاسه کړې.

د مشهورو روایتونو پر بنسټ یو کودتا کوونکي چې  امام الدین نومید؛ په داوودخان یې ډزې وکړې او په افغانستان کې د بارکزیو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.

د خلق ګوند ډېری کلیدي کسان کودتا کوونکي او د دوی پلویان وو.

د داوود خان په وژلو سره د افغانستا خلق دیموکراتیک ګونډ واک ته ورسېد او د افغانستان په سیاسي تاریخ کې لوی بدلون رامنځته شو.

د لومړي ځل له پاره واګې یوه سیاسي حزب په لاس کې واخیستې. له دې وړاندې د واک پر سر د منازعې حق یواځې د شاهانو او شهزاده ګانو له کورنیو حق ګڼل کیده او سیاسي واګې به د شهزاده ګانو او شاهي کورنیو سره وي، چې د هېواد په رسمي تاریخ به د دوی په خوښه او سلیقې سره تاریخ لیکل کېده.

په کال ۱۳۵۷ کې د ثور په ۷ د افغانستان په سیاسي تاریخ کې نوې پاڼه واوښته. او لېنینستي اډیا لرونکی حزب په پلازمېنې کابل کې واګې تر لاسه کړې.

د بل مشهور روایت پر بنسټ، چې د خلق دیمو کراتیک حزب د رهبرانو بندي کول د دې لامل شو چې دیموکراتیک خلق حزب کودتا وکړي.

له کودتا یوه شپه وړاندې سردار داوود خان د خلق دیموکراتیک ګوند د رهبرانو د نیولو امر وکړ او د خلق دیموکرات ګونډ رهبران په همدغې شپه ونیو شول. څرنګه چې حفیظ الله او ملګري د خلق دیموکراتیک ګوند نظامي برخې مسوولین و او د یاد ګوند د رهبرانو د نیول کېدو پر شپه په اردو کې د افسرانو له ارتباطي شبکې سره اړیکه ونیوله او د کودتا امر یې ورته وکړ.

د دې ګوند یو شمېر رهبران په دې باور دي، چې امین په خپل سر د کودتا امر ورکړی و. د دوی پر وینا د ګوند رهبري شورا د کودتا په اړه کومه پرېکړه نه وه کړې.

د دې حزب یو شمېر رهبران چې دا مهال ژوندي دي، په خپلو مرکو کې ویلي دي چې امین په خپل سر باندې سیاسي واک خلق دیموکراتیک ګوند ته انتقال کړ.

په لومړي سر کې د دې حزب اړیکې له داوود خان سره سمې وې او ان تر دې چې د داوود خان سره یې په کودتا کې د ظاهرشاه پر خلاف ګډون کړی و.

د خلق دیموکراتیک ګوند سره د داوو خان د اړیکو ترینګلتیا د ده په بهرني سیاست کې د بدلون په معنا وه.

په وروستیو کې داوود خان په بهرني سیاست کې ۱۸۰ درجې بدلون راوستی و، له مسکو سره یې اړیکې محدودې کړې او له ایران، عربستان او پاکستان سره یې اړیکې ورغولې.

تهران او ریاض هوډ کړی و، چې افغانستان ته مالي تضمین ورکړي؛ تر څو د شوروي اتحاد له نفوذ نه خلاص شي.

دا کار شوروی اتحاد ته د زغم وړ نه و، چې سیمه ییز او نړیوالو سیالان یې د منځنۍ اسیا تر کرښو پراختیا ورکړي. که تهران او ریاض له افغانستان سره په خپلو ژمنو عمل کړی وی؛ نو د شوروي اتحاد پانګونه به کوم ځای نه وی نیولی.

 د هند له شبه قارې د بریتانیا له وتلو وروسته شوروي اتحاد له افغانستان سره اړیکو کې نږدیوالی راوست او په افغانستان کې یې ډېرې پروژې پیل کړې.

له دې جملې نه د اردو معاصرول، د پولي تخنیک جوړول، د سالنګ تونل جوړول او په لسګونه نوري وړي او لويي پروژې یې پیل کړې وې چې د ټولو پروژو لګښت د مسکو له لوري ورکول کېد.

مسکو په افغانستان کې خپل اډیالوژیکي متحدین ځان ته جذب کړي وو او داسې اسناد شته، چې په افغانستان کې د مسکو سفارت د خلق ګوند سره په اړیکو کې و.

په بهرنی سیاست کې د داوودخان له لوري بدلون راوستل په دې معنا وو، چې د مسکو پانګونه اوبه یوسي.

کله چې د سردار داوودخان په بهرني سیاست کې بدلون رامنځته شو؛ مسکو پرېکړه وکړه چې "په ګوړه کې د زهرو" سیاست له لارې یو ځل بیا داوود خان په بهرنی سیاست کې غور وکړي.

له یوې خوا مسکو داوود خان سره د زیاتو مالي مرستو وړاندیز وکړ او له بل لوري په خپلو ایډیالوژیکي ملګرو زور راوست، چې خپل ځواک نه په استفادې داوود خان را نسکور کړي.

کله چې میر اکبر خېبر ترور شو؛ د سیاسي حالت کنترول د لوبغاړو له لاسه ووت.

میر اکبر خېبر د خلق دیموکراتیک ګوند له مشرانو څخه و. د خلق دیموکراتیک ګوند د خېبر مړینه د داوود خان د استخباراتو کار یاد کړ او د میر اکبر خېبر د جنازې په مراسیمو کې خلقیانو د خپل ځواک ننداره ښکاره کړه او په دې کار سره يې داوود خان ته یو ټکان ورکړ او له دې وروسته د خلق دیموکراتیک ګوند رهبران د داوود خان له خوا ونیل شول ځکه  داود خان په دې باور و چې که د دغه ګوند مخه ونه نیسي؛ واکمنۍ ته یې ګواښ متوجه دی.

 د دغه حزب د رهبرانو نیول د داوودخان د حکومت د پای ته رسېدو یو زنګ و.

د نړۍ ډېرو هېوادونو نوی رامنځته شوی حاکمیت په رسمیت وپېژانده.

خو د نوي حاکمیت پیل ډېر ناوړه و، د حزب رهبرانو د ستالینیستي بېلګو څخه په ګټې اخیستنې سره د سیاست د پلي کولو له پاره د خلکو په نیولو او اعدام لاس پورې کړ بې له دې چې محکمه شي.

په هر ولایت کې ډله ییزقبرونه جوړ شول خلک په ډله ییزه توګه زندانونو ته واچول شول، دا حالات د دې لامل شو، چې په کلیو او لویو ښارونو کې خلک د حکومت پرضد پاڅېدل او په پایله کې یې د خلقي دولت او شوروي اتحاد پر وړاندې د مقاومت جبهه رامنځته شوه او د ثور اوومه په هېواد کې د درېیو لسیزو د جګړې د دوام لامل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام