د ولسي جرګې شپږګونو کمېسیونونو ګډ پلاوي د څېړنو پر بنسټ د مالیې تابع ۱۱ د تېلو واردوونکیو شرکتونو دولت ته له څلورو کلونو راهیسې خپله څه باندې ۲۲۹ میلیارده افغانۍ مالیه نهده تحویل کړې.
د دې پلاوي رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل چې د څېړنو په بهیر کې ځېنو شرکتونو د مالیې داسې سندونه وښودل چې پلاوی یې قانع نهشو کړی.
ده وویل: «۳۲ میلیونه، ۷۵۱ زره او ۹سوره ډالره چې ۲۲۹ میلیارده، ۲۵۷ میلیونه، ۸۷۷ زره او ۳۰ افغانۍ کېږي، چې باید د دولت عوایدو ته لاړې شی.»
ښاغلی ځاځی ټینګار کوي چې ټولې څېړنې د سندونو پر بنسټ شوېدي.
د ولسي جرګې غړیو غوښتنه وکړه چې دا راپور لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي. د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابرهیمي هم د وکیلانو دا غوښتنه رایېاخستنې ته وړاندې کړه او د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شوه.
د ولسي جرګې کمېسیونونو ګډ پلاوي په وینا، پلاوي د تېلو واردوونکیو شرکتونو کار له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۴ کلونو پورې څېړلی دی.