نن په کابل کې د یوولسمې پېړۍ وتلي صوفي خواجه عبدالله انصار او د تیمویانو عصر د خراسان وتلې مېرمن ګورهر شاد بېګم نمانځغونډه جوړه شوه.
ګوهر شاد بېګم د غیاثالدین ترخان لور او د امیرتیمور ګرګاني زوی شاهرخ میرزا مېرمن وه.
هغه د خراسان تاریخ له نومیالیو مېرمنو او د هنر، فرهنګ او د تیموري ودانیو سبک هڅوونکې یادېږي.
ګوهر شاد بېګلم په ۱۵ زېږدیزه پېړۍ کې په هرات کې اوسېدله او په ۸۰ کلنۍ کې د واک پر سر کورنۍ شخړه کې د ظهیرالدین محمد بابرشاه د نیکه سلطانابوسعید په امر ووژل شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پهدې نمانځغونډې کې د خواجه عبدالله انصار او مېرمن ګوهرشاد بیګم کار کړنې وستایلې او ویې ویل، د هرات د تیموریانو ودانیو سبک باید د افغانستان ملي انجنیري سبک په توګه و ارزول شي.
هغه درې وروستیو پېړیو ته په اشارې ـ چې احمدشاه بابا یې بنسټ کېښود او د افغانستان تاریخي تجزیې او وېش په پېر شهرت لري ـ وویل د تیموریانو دورې اثار له ۳ وروستیو پېړیو سره د پرتلې نهدي.
په هرات کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس غني خسروي نمانځغوندې ته وویل چې ګوهرشاد بېګم د نړۍ تاریخ له وتلو ښځو ده.
د ښاغلي خسروي په وینا، د مېرمن ګورهرشاد میراث د نړۍ حیرانونکیو اثارو برخه ده.
د ده په وینا، د هرات مصلا او مدرسه د مستشرقینو او په تېره د روسي وتلي مستشرق ګالینا کوچینکو ویلي، د نړۍ له ۱۲ وتلو ودانیو ګڼل کېږي.
خو د تیموري ودانیو سبک څه شی دی؟
د ټولنیزو چارو څېړونکي انجنیر عتیق اروند سلام وطندار ته وویل چې دغه سبک په خراساني سبک یادېږي چې له اسلامي او ساساني سبکه سرچینه اخلي او د یادو دوو سبکونو ګډوله او پرمختللې بڼه ده.
د ښاغلي اروند په خبره، له تیموري سبکه د تاریخي څلو، موزیمونو، سیمنایي سالونونو او دې ورته ودانیو جوړولو کې په جوړولو کې کار اخیستل کېدی شي؛ خو د استوګنې کورونو په جوړولو د کارونې نهدی.
له بله پلوه د ولسمشر د فرمان پر اساس ټاکل شوې د خواجه عبدالله انصار او ګوهرشاد بیګم مډالونه هم ضرب شي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې د تیموريانو پاتې تاریخي ودانیو ساتنې او د افغانستان فرهنګي میراث په توګه د هغو ثبت لهپاره به یو پلاوی وټاکل شي.
دغه راز، ټاکل شوې د ګوهر شاد بېګم په اړه د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ په تاشکند کې یو ګډ کنفرانس جوړ شي.